لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملتان:پولیس وایي دداعش دوه ترهګر یې په مقابله کې وژلي


دپاکستان دپنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد پولیسو دعوه کړې چې په ملتان کې یې دیوې نښتې په مهال د ترهګرې ډلې ډاعش دخراسان څانګې دوه ترهګر وژلي دي.

دترهګرۍ ضد پولیسو لخوا په دې اړوند مطبوعاتو ته لیږل شوي یو بیان کې دعوه شوي چې دداعش کوم دوه ترهګر وژل شوي هغوئ د پاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي د درېوؤ افسرانو اؤ دتښتول شوي امریکایي وګړي ډاکټر وارن وائن اسټائن په وژنه کې هم ککړ وؤ.

بیان کې راغلي چې دغو ترهګرو داستخباراتي شبکې دغړو د تښتولو اؤ بیا د وژلو پلان جوړولو چې پولیسو پرې په ملتان کې هپه وکړه اؤ دېوې نښتې په ترڅ کې یې ووژل.

د وژل شوؤ کسانو نومونو رضوان مشهور په ډاکټر اؤ عمران مشهور په ساقي ښودل شوي دي.

دترهګرۍ ضد پولیس وایي همدا ترهګر د امریکایي وګړي وارن اسټائن په تښتونه اؤ بیا وژنه کې ککړ وؤ.

ډاکټر وارن وائن اسټائن دیوې بهرنۍ موسیسې سره دنده ترسره کوله اؤ اؤ اګست ۲۰۱۱م کې د پنجاب دسرښار لاهور څخه تښتول شوی ؤ.

له تښتول کیدو وروسته د هغه د وژنې راپورونه مخې ته راغلي وؤ خو ځېنو راپورونو کې دعوه شوې وه چې دغه امریکایي وګړی د تښتونکو ولکه کې پخپل مرګ مړ شوی دی.

دترهګرۍ ضد پولیسو دعوه کړې ده چې دداعش ددې دوؤ مهمو غړو د وژل کیدلو سره ددې ترهګرې ډلې دخراسان یو ستر باب بند شوی دی.

تر اوسه داعش ډلې دپنجاب پولیسو په دې وعوه خپل غبرګون نه دی ښودلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG