لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې دپولیو درې تازه پېښې مخې ته راغلي دي


په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیو درې تازه پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره سږکال په دې صوبه کې دپولیو دپېښو شمیره ۲۱ ته اؤ په ټول پاکستان کې ۲۷ته رسیدلې ده.

دزیارت په ورځ دخیبر پښتونخوا دبیړنیو عملیاتو مرکز (ای او سي) صوبه کې دپولیو دموندل شوؤ دغو درېوؤ نوؤ کېسونو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي په دې کیسونو کې یو په بنو،یو په لکي مروت اؤ یو په تورغر کې موندل شوی.

دبنو د وزیر تحصیل په سیدګي سیمه کې د۲۱ؤ میاشتو ماشومه کې دپولیو وائرس موندل شوي اؤ ویل شوي چې دغې ماشومې ته د مرضونو نه دخوندي ساتلو یوه ستنه هم نه وه وهل شوې.

همدغه شان دلکي مروت سره تړاؤ لرونکي د۱۵میاشتو یو ماشوم هم دپولیو په رنځ اخته موندل شوی اؤ دبیړنیو عملیاتو مرکز پخپل بیان کې ویلي چې دغه ماشوم ته هم دمرضونو له ژغورنې ستنې نه دي وهل شوي.

دتورغر دجیدبح په ګګیاڼي سیمه کې هم د۱۰ؤ میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وائرس لګیدلي .

بنو دخیبر پښتونخوا صوبې هغه ضلعه ده چې سږکال پکې دپولیو دپېښو شمیره نهو ته رسیدلې ده، څلور ورځې وړاندې هم په بنو کې دپولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې وه.

تر دې وړاندې پروسکال په ګرد پاکستان کې د پولیو ۱۲ اؤ په کال ۲۰۱۷م کې یوازې اته کیسونه مخې ته راغلي وؤ.

په پاکستان کې د پولیو تازه کېسونه په داسې حال کې رپورټ شوې دي چې په ورستي وخت کې په سوشل میډیا د پولیو څاڅکو خلاف منفي تبلیغات شوي وو.

څیړونکي وایي دا مهال په نړۍ کې یوازې پاکستان،افغانستان اؤ نائجیریا هغه هیوادونه پاتې شوی دي چې دپولیو ناوړه ناروغي پکې وجود لري اؤ دنورې نړۍ څخه ددې ناروغۍ نوغی ویستل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG