لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعوامي نیشنل ګوند دپېښور صدر سرتاج خان ووژل شو


دعوامي نیشنل ګوند دپېښور صدر ښاغلی سرتاج خان باندې نامعلومو وسله والو په ګلبهار سیمه کې ډزې کړي چې په دغو ډزو کې وړومبی هغه سخت ژوبل شو خو اسپتال ته د رسولو وروسته یې ساه ورکړه .

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین دسرتاج خان وژنه یوه ستره سانحه بللې خو هغه وایي چې لا په سمدستي توګه دپېښې په اړوند خپله رایې نه شي ورکولی چې دا دترهګرۍ پېښه ده که نور علتونه لري.

ښاغلی سرتاج خان د پېښور د اخون اباد سیمې استوګن ؤ اؤ تر دې وړاندې یې اوږده دعوامي نیشنل ګوند د پېښور د ستر سکتر په منصب هم خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي وې.

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي ظهور اپریدي وائس اف امریکه ته ویلي دپېښې د اطلاع رسیدلو سره سم په ګڼ شمیر پولیس چارواکي دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ ددغه پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

هغه وویل له پلټنو وروسته به معلومه شي چې دا پېښه د ترهګرۍ بڼه لري که دشخصي بدۍ په اساس ښاغلی سرتاج خان وژل شوی دی.

میا افتخار حسین وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې قاتلانه برید کې دسرتاج خان د وژنې دپخلي په ترڅ کې وویل هغه دګلبهار په سیمه کې یوې جنازې له روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي‌ دي.

ښاغلي افتخار حسین وویل دپوسټ مارټم کیدلو وروسته به عوامي نیشنل پارټي ددې وژنې په اړوند خپله رسمي رایې ښکاره کړي خو په ابتدایي توګه یوازې دومره ویلی شو چې د سرتاج مړینه نه یوازې دګوند بلکې ټولو پښتنو دپاره ستره ځایه ده.

خو د سرتاج خان کورنۍ ته نزدې سرچینو ډیوه ته ویلي چې هغه دهیچا سره شخصي دښمني نه لرله اؤ دا یوه ترهګرېزه پېښه ده.

دسرتاج خان نه وړاندې هم په مختلفو وختونو کې دعوامي نیشنل پارټۍ په سوونو غړي اؤ مشران په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي چې په هغې کې بشیر احمد بلور، دهغه زوئ هارون بلور، دمیا افتخار حسین زوئ راشد حسین اؤ داسې ګڼ نور شامل دي.

پخپله دعوامي نیشنل ګوند په مرکزي صدر اسفندیار ولي خان ، په مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین اؤ نورو مشرانو بیلابیلو وختونو کې ځان مرګي بریدونه شوي چې هغوئ ترې روغ وتلي خو دګوند ګڼ شمیر فعالین پکې وژل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG