لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دافغانستان جګړه پېچلې ده،خو دسولې جذبه باید تانده وي


دافغانستان ولسمشر محمدا شرف غني وايي دافغانستان جګړه اؤ سوله پېچلې ده خو دسولې لپاره تاندې جذبې ته اړتیا ده .

هغه ویلي دسولې دپاره تګ لاره په لاس کې لري او له شک پرته به افغانستان ته سوله راځي.

اشرف غني له اداري فساد سره دمبارزې په اړه د اروپايي ټولنې لخوا د جوړ شوي کنفرانس پرمهال نن د چهارشنبې په ورځ خبرو کې وویل دافغانستان جګړه او سوله پیچلې ده خو په تدبیر سره دسولې هدف ته رسیدو لپاره خپلې هڅې دنړۍ په همغږۍ مخته وړي.

نوموړی وايي سوله لوړې او ژورې لري او دې هدف ته د رسیدو لپاره ستونزې باید وزغمل شي.

اشرف غني وویل"زما تګ لاره دسولې تګ لاره ده دا وطن سوله غواړي او مونږ سوله راولو په دې کې دې شک نه وي خو دسولې لار به کندې کپرې لري دسولې لار کې به ستونزې وي،مګرټینګه اراده باید موجوده وي چې په په لوړو ژورو تیرشو او سولې ته ورسیږو"

اشرف غني وویل وړاندې کلونو کې افغانستان دفساد له امله نړیوال او ملي اعتماد دلاسه ورکړي ؤ خو دا مهال له فساد سره د مبارزې لپاره تګ لاره شتون لري .

نوموړي وویل "دافغانستان لپاره طلايي فرصتونه راغلي خو هغه د فساد په نتیجه کې ضایع شول په دې وروستیو کلونو کې دفساد سره دمبارزې لپاره د یو څرګنده لیدلوري بنسټ اښودل شوی اوله فساد سره مبارزه دیو تن کار نه دی دا دیوې ټولنې اودولت دنده ده چې په عمومي کچه دفساد پرضد دمبارزې ژمنتیا موجوده وي"

په کابل کې له فساد سره دمبارزې کنفرانس ته دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون او ګنو نورو افغان چاروکو له فساد سره دمبارزې په ګړندي کیدو ټینګار وکړ.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې دافغانستان دشفافیت نړیوال بنسټ ویلي افغانستان له فساد سره په مبارزه کې پرمختګ کړی او دنړۍ په کچه د ۱۷۶ هیوادونو په نوملړ کې یې ۱۶۹ تم ځای خپل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG