لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه: د سکرو په کان کې لس خواري د بېګاه شپې راهسې ګېر دي


د بلوچستان ضلعې د مرکزي ښار کوټې سره نزدې د سکرو په يو کان کې د زهرجن ګېس له امله لږ تر لږه لس خواري کښ په کان کې دننه ګېر شوي دي.

د کوټې سره ښار سره نزدې د هنه وړک پوليس تاڼې مشر کامل شاه د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي د کان څخه د خواري کښو راويستو دپاره امدادي کارونه روان دي.

د کوټې نه د ډیوه خبریال حفيظ الله شېرانی وايي پوليس افسر ورته ويلي دا پېښه تېر ماښام نزدې په اته بجې رامنځته شوې او د هغې وخت نه امدادي کارونه پېل کړی شوي دي.

د پوليس مشر په وېنا پېښه د ډيګاري په علاقه کې د ميراسماعيل په نوم کان کې رامنځته شوې ده.

پوليس ويلی په کان کې د ګېر شوؤ خواريکښو کره پېژندګلو نه ده شوې خو دوي ته ويل شوي چې په دغو خواريکښو کې د زياترو تعلق د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې سره دی.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د پېښې خبر اخیستی او د امدادي کارونو تېزولو او د خواريکښو د ژغورلو لار ښوونه يې کړې ده.

د بلوچستان صوبې په بېلابيلو سیمو کې وخت په وخت د سکرو په کانونو کې دغه ډول پېښې رامنځته کیږي او زياتره په دغو کانونو کې د شانګلې او سوات ضلعو سره د افغانستان خواري کښ کارونه کوي.

XS
SM
MD
LG