لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دمیشت احمدي ټولنې مشر صدر ټرمپ ته خپل فریاد رسولی دی


په پاکستان کې داحمدي مسلک یو مشر دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پورې خپل فریاد رسولی اؤ ورته یې ویلي چې پاکستان کې نه خو هغوئ روزګارونو ته پرېښودل کیږي اؤ که ځانته مسلمانان وایي نو زندانونو ته اچول کیږي.

په ټولنیزو رسنیو ددغه احمدي مشر ویډیو خپره شوې چې پکې هغه صدر ټرمپ ته خپل فریاد په اردو ژبه اوروي یو ژباړن بیا دهغه خبرې په انګلسي صدر ټرمپ ته ژباړي.

دغه سپین ږیری مشر صدر ټرمپ ته وایي “زه داحمدي مسلمانې ټولنې سره تړاؤ لرم،په کال۱۹۷۴ کې مونږه غیرمسلمه لږګي ګرځول شوي وؤ ،زمونږ کورونه اؤ دوکانونه ولوټل شول اؤ ګڼ شمیر کورونه مو وسوځولی شول.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې صدر ټرمپ ددغه احمدي مشر خبرو ته په استقامت سره غوږ نیولی اؤ هغه ورته وایي ما به پاکستان کې کتابونه پلورل،په دې راته هغوئ سزا راکړه،پینځه کاله یې په مشقتي بند محکوم کړل اؤ شپږ لکه یې جریمه هم کړم.

هغه صدر ټرمپ ته وایي چې څه دباندې درله کاله وروسته له بنده ازاد شوی اؤ دلته (امریکه) ته رسیدلی

دغه احمدي مشر زیاتوي مونږ ډیر په پرامنه توګه هلته (پاکستان کې) ژوند کوؤ خو زه دلته امریکا کې ځانته مسلمان ویلی شم ولې پاکستان کې یې نه شم ویلي.

هغه وایي د دوئ جماعت پسې پاکستان کې خلک کنځلې کوي ، بدې ردې ورته وایي خو هغوئ هیچاته ته څه نه وایي اؤ هرڅه یې په الله سپارلي دي.

سږکال دمئ په میاشت کې په دې رپورټ کې ويل شوي چې له 1984م نه 2018م کال پورې د عقيدې د اختلاف په بنياد 262 احمديان وژل شوي او په 388 احمديانو قاتلانه بريدونه شوي دي.

دغه شان د انتظامیې له خوا هم په دې موده کې د احمديانو 23 ځايونه تړل شوي دي او د احمديانو په 17 عبادتخانو باندې خلکو قبضې کړې دي.

رپورټ وایي چې په مجموعي توګه د احمديانو په ضد په تېرو څه دپاسه دېرشو کلونو کې 4174 مقدمې شوې، چې وایي اکثره یې د مذهب په بنیاد جوړې کړل شوې دي.

احمديان د نولسمې پېړۍ د روحاني ميرزا غلام احمد لارويان دي. دوى د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د خداى وروستى استازى نه بولي، جهاد ردوي او هغه څه ته بد وايي چې د اسلام سياسي کېدل يې بولي.

په نړۍ کې د ټولو نه زيات احمديان په پاکستان کې مېشت دي خو دلته په 1974م کال کې د يو آيیني بدلون تر مخه دوی غير مسلمانان گرځول شوي دي او پر دوی بندیز دی چې اذان به نه کوي، ځانونه به مسلمانان نه ګڼي او خپلې عبادتخانې ته به مسجد نه وایي او حتی دا اجازه هم ورته نه شته چې خپل مړي په عامو هدیرو کې ښخ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG