لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کېدو او په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد مظاهرې شوي


د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې په ګڼ شمېر کې عام خلک راټول شوي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کېدو دپاره يې احتجاجي مظاهره کړې ده. بل لور ته په جنوبي وزيرستان کې پيپلز ګوند په حلقه پي کی ۱۱۴ باندې د تورنې درغلۍ پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

په شمالي وزيرستان کې په ګڼ شمېر کسان د سیمې مرکز ميران شاه ته راجمع شوي او د پرېس کلب مخې ته يې د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو دپاره نعرې وهلې.

دغو مظاهره چيانو نعرې وهلې چې د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی محسن داوړ او د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی علي وزیر چې د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دي هغوي دې خوشي کړی شي.

دوي غوښتنه کوله چې په ۲۶ مې په خړ کمر کې کومه پېښه رامنځته شوې د هغې دې ازادې پلټنې وشي چې اصل حقيقت په ډاګه شي.

علي وزير او محسن داوړ په ۲۶ مې په خړ کمر په پوځي چيک پوسته د بريد او وروسته په اووم جون په پوځي ګاډي د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بندیوان دي.

بل لور ته په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پيپلز ګوند په حلقه ۱۱۴ ولاړ کانديد عمران مخلص او هغه سره په ګڼ شمېر کې پلويانو احتجاجي مظاهره کړې چې د دوي سره په حلقه باندې درغلي شوې ده.

د الېکشن کمېشن د نتيجو ترمخه په ياده حلقه باندې د پاکستان تحريک انصاف کانديد کامياب شوی په دوېم نمبر عارف وزير او عمران مخلص په څلورم نمبر راغلی دی.

عارف وزير د وړاندې نه الېکشن ټربيونل اسلام اباد ته خواست کړی چې په ياده حلقه د دوی سره درغلي شوې د هغې پلټنې دې وشي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان په حلقه پي کی ۱۱۱ باندې هم د حکومتي واکمنه ګوند پي ټي ايي کانديد کامياب شوی او هلته د هغه په مقابله کې نور ولاړ کانديدان په میرعلي کې په احتجاج ناست دي او غوښتنه کوي چې د شوه تحصيل په پولينګ سټېشنو دې بيا انتخابات وشي.

دوي تور لګوي چې په ياده علاقه کې په درې پولينګ سټېشنو سل په سله ووټ اچول شوی او ټول د پي ټي ايي کانديد ته تللی دی ځکه دوي د بيا ووټونو غوښتنه کوي او علت يې دا ښايي چې په وزيرستان څه چې په يوه دنيا کې هم سل په سله ووټ نه اچول کيږي بيا دلته څنګه واچول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG