لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فضل الرحمان: که د تحريک انصاف حکومت تر اګست استعفی ور نه کړه په اکتوبر کې اسلام اباد ته لاريون کوو


مولانا فضل الرحمان

د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ګواښ کړی او ويلي يې دي که د عمران خان په وزيراعظمۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت د اګست د میاشتې پورې استعفی ور نه کړه د اکتوبر په میاشت کې دوي اسلام اباد ته لاريون کوي.

مولانا فضل الرحمان د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د ملين مارچ په نوم راجوړې غونډې ته چې پکې په لويه شمېره کې خلک راټول شوي وو، د تحریک انصاف ګوند په حکومت يې سختې نيوکې وکړې.

هغه وويل په ملک کې نوي انتخابات پکار دي دا د ټولو سياسي ګوندونو دريځ دی.

مولانا وویل د کوټې ملين مارچ يې وروستی ملين مارچ دی او له دې وروستو به دوي اسلام اباد ته لاريون کوي چې د تحریک انصاف حکومت لرې کړي.

جمعيت علما اسلام ف ګوند له دې وړاندې په پېښور کې هم ملین مارچ کړی ؤ.

د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه دريځ لري چې دې حکومت په سياسي انتقامي عملياتو لاس پورې کړی دی.

په ۲۵م جولايي چې د کال ۲۰۱۸م د عامو انتخاباتو يو کال پوری شوی مخالفه ګوندونو دغه ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او ويلي يې ؤ په تېرو عامو انتخاباتو کې د دوي ووټونه غلا شوي او عمران خان غوره (سلېکټ) کړی شوی ؤ، نه چې منتخب شوی ؤ.

د جون په مياشت کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو په دې صلاح کړې وه چې د دې حکومت پرضد به تحریک پېلوي.

په ۲۵م جولایۍ مخالفه ګوندونو په ګډه په پېښور، کراچۍ او کوټې ترڅنګ په لاهور کې د تورې ورځې نمانځلو په مناست جلسې او غونډې راجوړې کړې وې.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي مخالفه ګوندونه د خپلو غلاګانو او احتساب نه د بچ کېدو دپاره په حکومت د فشار اچولو دپاره جلسې جلوسونه کوي خو باوجود د دې حکومت به خپل کار جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG