لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو اساسي غوښتنه ومنله


دنرښځیانو په غوښتنه دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت په ټولو دولتي هسپتالونو کې د نرښځیانو دپاره د ځانګړو وارډونو یا خونو پرانستلو پرېکړه کړې ده.

دپېښور دنرښځیانو اتحادیې دحکومت په دې پرېکړه خوشحالي ښکاره کړې اؤ وایي په هسپتالونو کې نرښځیانو دپاره دځانګړو وارډونو اساسي غوښتنه نرښځّیانو له ډيرې مودې کوله خو اوس چې دا غوښتنه ومنل شوه نو د نرښځیانو دعلاج یوه غټه ستونزه به هواره شي.

دنهې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی محمودخان د صحت محکمې ته امر کړی چې باید په ټولو دولتي روغتونونو کې نرښځیانو دپاره وارډونه ځانګړي کړي.

دصحت محکمې ته د وزیراعلي لخوا لیږل شوي امر کې ویلي شوی چې د صوبې په ټولو سترو روغتونونو کې باید نرښځیانو دپاره د پینځوؤ، پینځوؤ اؤ په وړو روغتونونو کې د څلورو اؤ درېوؤ کټونو وارډونه ځانګړي کړل شي.

د وزیراعلي په حکمنامه کې ټینګار شوی چې باید په دې امر زر تر زره عمل وکړل شي اؤ بیا دې د روغتیا ډائریکټریټ ته احوال ورکړل شي.

دخیبر پښتونخوا د نرښځیانو داتحادیې عمومي سکتر ارزو وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې په دې دولتي پرېکړه خوشحالي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي دا د نرښځیانو یوه زړه غوښتنه وه چې نن پوره کیږي.

هغه وویل نرښځیانو ته په ټولنه کې ډيرې ستونزې پېښې دي خو د روغتیا ستونزه یې تر ټولو جدي وه ځکه چې اوس نه نرښځیان په روغتونونو کې دسړو په وارډونو کې علاج ته پرېښودل کیږي اؤ نه د ښځو په وارډونو کې .

ارزو وایي زمونږ ملګری علیشاه هم په دې چکر کې مړ شوی ؤ چې کله هغه په ګولیو ویشتل شو اؤ مونږ هسپتال ته ورسولو نو هلته به چا دښځو وارډ ته لیږلو اؤ چا د سړو اؤ په دې چکر کې هغه خپل ژوند بائیلود

ارزو زیاتوي “مونږ نرښځیان خو روزانه خلک وهي، ځوروي اؤ وژني مو کله چې بیا دعلاج دپاره هسپتالونو اؤ تاڼو ته ځو نو هلته مو بیا هیڅوک فریاد نه اوري ، خو دا چې اوس حکومت زمونږ د مسلو هواري ته پام ګرځولی نو ډير خوشحاله یو “

خو ارزو دا اندېښنه هم ښایي چې تر دې وړاندې هم حکومت دنرښځیانو دښېکړې دپاره ډير اعلانونه کړي خو هغه عملي شوي نه دي اؤ هسې نه دا اوسنۍ پرېکړه هم تر کاغذونو اؤ فائلونو محدوده پاتې شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG