لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:په ډزو د وژل شوي ځوان مړي سره په سوونو خلک احتجاج ته راوتلي


دبلوچستان په ږوب سيمه کښې په ډزو د یو ځوان سردار خان د وژنې په ضد دهغه مړي سره په سوونو خلک احتجاج ته راوتلي اؤ دعوه کوي چې دغه ځوان د ایف سي دعسکرو په ډزو وژل شوی ځکه نو ددغو عسکرو په ضد باید مقدمه درج کړل شي

د وژل شوي ځوان خپل خپلوان، د سيمې سياسي او قبايلي مشران او فعالین تور لڰوي چې سردار خان او د ھغه ملڰري د ملېشه ځواکونو يا ايف سي عسکرو په ڰولیو لڰېدلي.
د چهارشنبې په ورځ د ږوب په کلیوال شهید چوک کې راجوړ شوي احتجاج ته وینا کوونکو ویلي چې د ډزو په نتیجه کې سردار خان وژل شوی او د ھغه دوہ نور ملڰري ټپیان شوي دي.

احتجاج کوونکي د نوموړي په قتل کې ښکېل د ملېشه ځواکونو د سرتېرو په ضد د ايف ای آر درج کولو غوښتنه کوي.

د وي او ای ډیوہ خبریال د ملیشه ځواک د دریځ اخیستلو لپارہ د ایف سي له ترجمانہ سرہ د ټېليفون له لارې د تماس نیولو ھڅه کړ‎ې خو دغه هڅه بریالۍ نشوہ.


د سيمې عينې شاهدانو د نوم نه ښودلو په شرط ډیوہ ته وویل چې “نن د چهارشنبې په سهار د ږوب په توره درګه کلي کښې سردارخان او دھغه دوہ ملڰري په موټر کښې روان و، چې ورباندي د ملېشه د سرتېرو له خوا ډزې وشوې چې په کښې سردار خان ووژل شو او دوہ ملڰري یې ژوبل شول.

احتجاجي غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر سيکرټر عبدالقيوم ايډوکېټ، پخواني چېئرمن سليم مندوخېل، سردار ناصرخان ناصر، ستارکاکړ، سردار عزيزالله کبزيي، نصيب ناصر، محمود حريفال، شاه محمد مندوخېل او نورو سياسي او قبايلي مشرانو په خپلو ويناوو کښې دغه پېښه په کلکو تورو وغندله.

هغوئ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په پېښه کې ککړ د ملېشه سرتېرو پر ضد دې مقدمه درج کړي او هغوئ دي ونيول شي.
احتجاجي غونډې ته د ږوب ډپټي کمشنر طحه سليم ورغلی او مظاهره چيانو ته يې ډاډ ورکړی چې دوی دې احتجاج ختم کړي د دوی غوښتنې به ومنل شي.

خو په سخته ګرمۍ کې لاهم احتجاج روان دی، مظاهره چيان د حکومت او د ځواک د سرتېرو پر ضد نارې وهي او دا پېښه په کلکه غندي.
په ښار کې هم فضا ډېره ویرژنه ده، زياتره دوکانونه او کاروباري مرکزونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي.
سبا د پنجشنبې په ورځ د انجمن تاجران، آل پارټيزاېکشن کمېټۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ ددې پېښې په ضد دکار بندیز اعلان کړ‎ی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG