لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نواز شریف لور مریم نواز هم دغبن په تورونو ونیول شوه


په پاکستان کې د احتساب ملي ادارې یا نیب دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف لور اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز دچوهدري شوګر ملز په دوسیه کې دناقانونه پیسو دلیږد په تورونو نیولې ده.

پاکستان کې دوؤ سترو مخالفو ګوندونو مسلم لیګ نون اؤ پیپلز پارټۍ د مریم نواز د نیولو غندنه کړې اؤ دا یې یو شرمناک عمل بللی دی.

د زیارت په ورځ مریم نواز نیب هغه مهال نیولې کله چې هغه دخپل بندي پلار میا نوازشریف دلیدلو دپاره کوټ لکهپت زندان ته روانه وه.

دپاکستان میډیا ویلي نیب دچوهدري شوګر ملز په دوسیه کې د زیارت په ماسپښین درې بجې خپل دفتر ته رابللې وه خو هغه یې له دوؤ بجو وړاندې نیولې ده.

نیب هم پخپله یوه اعلامیه کې د مریم نواز اؤ د نواز شریف د وراره یوسف عباس د نیولو پخلی کړی .

دنیب چارواکو ویلي مریم نواز څخه پوښتنه شوې وه چې هغه په چوهدري شوګر ملز کې کومه برخه لري دا پیسې یې له کومې پیدا کړي خو نوموړي نیب ته په قانع کوونکي ځواب ورکولو کې پاتې راغلې ده.

نیب وایي د مریم نواز د برخې پیسې ۱۱ زره لیږل شوي، رالیږل شوي خو هغه ددې جوګه نه ده چې نیب ته قناعت ورکړي چې دا چینو دغه مل کې یې برخه په کومو پیسو اخستې ده ځکه نو ونیول شوه.

دپنجاب د وزیراعلي ویاند ډاکټر شهباز ګل ویلي مریم نواز نیب دغبن په تورونو خپل دفتر ته بللې وه خو نه دفتر ته ورتلله اؤ نه یې پلټنو کې همکاري کوله ځکه نو نیب ونیوله.

کله چې مریم نواز نیول کیدله په هغه مهال دپاکستان دقامي اسمبلۍ غونډه هم روانه وه ،دمخالفو ګوندونو غړو دمریم نواز په نیونه پارلیمان کې سخت احتجاج کړی اؤ د ایوان څخه د احتجاج په توګه بهر وتلي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د مریم نواز د نیونې غندنه کړې اؤ دا یې یو شرمناک عمل بللی دی.

تر دې وړاندې په پاکستان کې داحتساب ادارې دمخالفو ګوندونو نور مهم مشران اؤ هیواد پخواني لوړ پوړي دولتي چارواکي دغبن په تورونو نیولي دي چې په هغې کې پخوانی صدر اصف علي‌زرداري، دوه پخواني وزراعظمان نوازشریف اؤ شاهد حاقان عباسي ،پنجاب اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر اؤ شهباز شریف زوئ حمزه شهبار،دپنجاب پخوانی د قانون وزیر رانا ثناء الله، دوه پخواني مرکزي وزیران مفتاح اسماعیل اؤ سعد رفیق شامل دي.

دنواز شریف لور مریم نواز د اپوزیشن ګوندونو دمشرانو نیونه سیاسي انتقام بللو اؤ په دې وروستیو کې یې داحتساب عدالت دجج ارشد ملک یوه داسې ویډیو هم مطبوعاتو ته ښودلې وه چې پکې هغه اقرار کوي چې نوازشریف ته یې سزا دنورو په وینا دفشار له امله اورولې وه.

خو وروسته نوموړي جج دا ویډیو ناسمه وبلله اؤ وئ ویل چې هغه نوازشریف ته سزا دقانون له مخې اورولې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG