لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند سره سفارتي اړيکې کموي خو ځينې لارې ورسره خلاصې ساتي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي د هند سره دسفارتي اړيکو کمولو باوجود به اولسی رابطې په ځای وي او پاکستان به د سيکانو دپاره د کرتارپور په جوړؤنکې لار کار دوامداره ساتي.

کرتار پور د پاکستان د پنجاب صوبې په ختيځ او هند د پنجاب رياست د ګورداسپور د شمال لویديځ په ختيځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرته پوله ده او په دغه لار به سيکان په پاکستان کې د خپل روحاني مشر ګرونانک قبر ته راځي، د تېر کال نومبر په مياشت کې د يادې لارې خلاصولو ويل شوي وو.

هند د ګل، دوشنبې په ورځ د خپل واک لاندې کشمیر نیم خپلواکه حیثیت د یو صدارتي امر په اساس ختم کړی، پاکستان د هند دغه ګام غندلی او هند سره يې د خپلو سفارتي اړیکو د محدودولو او د تجارتي اړیکو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

خو هند وایي د کشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختمول د هغوي کورنۍ معامله ده او په پاکستان یې غږ کړی دی چې دسفارتي اړیکو د محدودولو پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

شاه محمود قرېشي ويلي د هند لخوا د کشمير يو اړخيزه پرېکړه به ملګرو ملتونو او امنيتي شورا ته وړاندې کوي.

هغه ويلي دا خبره سمه نه ده چې د کشمیر مسله د هند کورنۍ معامله ده.

پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ هند ويلي د کشمیر معامله يې کورنۍ ده او د پاکستان سره د سفارتي اړيکو کمولو ته یې يوه اړخيزه پرېکړه ويلې او غوښتي يې ؤ پاکستان دې خپلې دغې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

شاه محمود قرېشي ویلي که هند خپلو تازه پرېکړو ته بيا کتنه وکړي پاکستان هم د هند سره د سفارتي اړيکو پرېکړې ته بيا کتنه کولی شي.

قرېشي ويلي پاکستان د هند سره خپلې هوايي لارې نه دي تړلي خو د هند او پاکستان ترمنځ چلېدونکی اور ګاډی سمجوته اېکسپرېس ودرول شوی دی.

بل لور ته د هند وزيراعظم نریندرا مودي ويلي د ائین د ۳۷۰ مادې په اساس د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو سره به په سيمه کې د پرمختيا کارونه پېل شي او د سيمې خلکو ته به یې ترې ګټه وي.

د پاکستان پوځ ويلي که هند کوم عمليات کوي په سختۍ سره به ورته ځواب ورکوي.

شاه محمود قرېشي ویلي هند د پلوامه په څېر عمليات کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG