لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ملي امنيت د ډلې سره د طالبانو د خبرو په اړه بحث کړی


د امریکې صدر ټرمپ د جمعې په ورځ د خپل ملي امنيت د ډلې سره ليدلي او د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو يې ورسره بحث کړی دی.

سپينې ماڼۍ د صدر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د ترسره شوې غونډې په اړوند ویلي، ډېره ښه غونډه شوې او بحث روان دی.

د غونډې په ترسره کېدو صدر ټرمپ په ټويټر ويلي "مونږ او مخالفه اړخ د دغه ۱۹ کلنې جګړې خبرو جوړېدو ته ګورو- که ممکمنه وي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ جاري کړي بيان کې ويلي صدر د افغانستان د سولې د خبرو په حال او د افغانستان د راتلونکې په اړوند غږېدلی دی.

د صدر سره په غونډه کې مرستیال صدر مايک پينس، د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د دفاع وزیر مارک اېسپر، د ملي امنيت مشاور جان بولټن، د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ګډو ځواکونو مشر جنرل جوزف ډنفور او د سي ايي ای مشر ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "د افغانستان د حکومت سره مو کلکې مرستې روانې دي، مونږ د سولې يو کوټلي تړون ته ژمن يو، چې تشدد پکې کم شي او اوربند وشي او د افغانستان خاوره بيا کله امریکا او اتحاديانو ته يې ګواښ ونه ګرځي او افغانان رايو ځای کړو چې په ګډه د سولې دپاره کار وکړي".

يو لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ويلي د صدر د غونډې نه د کومې غټې پرېکړې تمه نشته خو صدر غواړی چې خپل پوځ بيرته وبلي.

بل لور ته طالبانو په خپل دغه دریځ ولاړ دي چې د افغان ولسمشر اشرف غني د حکومت سره خبرې نېغې خبرې نه کوي خو امریکا په دې نظر ده چې د طالبانو سره د تړون په ترڅ کې به بېن الافغاني خبرې پېل شي.

خو افغان حکومت په دې اندېښنه لري چې امریکا په دوحه کې د طالبانو سره بغېر د افغان دولت نه نېغې خبرې کوي.

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په اړوند نېغې خبرې روانې دي او دواړو فريقه وايي چې خبرې مخ په وړاندې ځي خو يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي د دواړو فريقو ترمنځ اوس هم مهم اختلافات پاتې دي.

چارواکي ويلي امریکا د طالبانو نه غواړي چې په ښکاره باندې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو نه د لا تعلقۍ اعلان او په ټول هېواد کې د اوربند تړون وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG