لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرال باجوه دماموریت مودې غځولو باندې څېړونکي څه وایي؟


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددغه هیواد د پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د ماموریت موده نوره هم درې کاله غځولې ده خو په پاکستان کې د دفاعي چارو ځېنې څېړونکي د وزیراعظم ددې پرېکړې سره اختلاف ښایي اؤ وایي چې داسې فیصلې په عمومي توګه د پوځ د ادارې په ګټه نه دي.

دجنرال باجوه د ماموریت یا نوکرۍ موده درې میاشتې وروسته سرته رسېدونکې وه اؤ له دې وړاندې جنرال باجوه ته نزدې یو شمیر پخوانیو پوځي افسرانو د جنرال باجوه له خولې ویلي وؤ چې هغه به دخپل ملازمت موده کې پراختیا نه قبلوي.

خو تیره ورځ دپاکستان د وزیراعظم د دفتر څخه په خپره شوې یوه اعلامیه کې د پوځ دسرلښکر دنوکرۍ موده نوره درې کاله غځول شوې اؤ ویل شوي چې وزیراعظم دا پرېکړه هیواد اؤ سیمه کې دامن روانو هڅو ته د دوام ورکولو په خاطر کړې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپل یو بیان کې ویلي چې وزیراعظم عمران خان د پوځ دسرلښکر په توګه د جنرال باجوه د ماموریت دمودې غځولو پرېکړه دکشمیر،افغانستان اؤ سیمې د وضعیت په نظر کې د نیولو له امله کړې ده.

پاکستان کې دپوځي سرلښکرانو دماموریت دمودې غځول کومه نوې خبره نه ده اؤ په کال ۲۰۱۰م کې دپیپلز ګوند حکومت هم د هغه وخت دپوځي سرلښکر جنرال اشفاق پرویز کیاني د ماموریت موده هم درې کال غځولې وه.

دامریکا غږ دیو راپور له مخې که چرې جنرال باجوه درې میاشتې وروسته ریټائرډ شوی ؤ نو هغه پسې دپوځ د سټرایټیژیک ډویژن مشر لیفټننټ جنرال سرفراز نواز دمشرانو په نوملړ کې راتلو.

همدغه شان لیفټننټ جنرال ندیم رضا په دویم، لیفټننټ جنرال همایون عزیز په دریم اؤ لیفټننټ جنرال نعیم اشرف په څلورم نمبر دمشرانو په قطار کې ولاړ وؤ چې اوس به په دوئ کې یو هم دپوځ مشر جوړ نه شي.

دپاکستان دپوځ دیو پخواني جنرال غلام مصطفی امریکا غږ اردو څانکې ته ویلي چې داسې پرېکړې په عمومي توګه د پوځ دادارې په حق کې ښې نه وي.

دغه پخواني جنرال وایي چې هر درې کاله وروسته د پوځ نوی سرلښکر د نوؤ نظرونو اؤ پروګرامونو سره راځي.

هغه د جنرال اشفاق پرویز اؤ جنرال راحیل شریف مثالونه ورکړي اؤ ویلي یې دي چې د دوئ ټولو دکار انداز جلا،جلا ؤ.

خو هغه ددې ترڅنګ دا هم ویلي چې دهیواد حالات داسې دي چې کیدی شي دپوځي سرلښکر بدلول پکې سودمند نه وؤ ثابت شوي.

دپاکستان پوځ کې هر درې کاله وروسته وزیراعظم د څلورو مشرانو لیفټننټ جنرالانو څخه یو د پوځ دسرلښکر په توګه ټاکي اؤ دپاکستان ددفاعي چارو څېړونکي لیفټننټ جنرال ریټائرډ امجد شعیب امریکه غږ ته ویلي چې دپوځ سرلښکر جوړیدل د ویاړ خبره وي خو دڅلورو جنرالانو څخه یوازې یو تن سرلښکر جوړیږي.

هغه وایي په راتلونکو ورځو کې به دګډو ځواکونو د کمیټې مشر ریټائر شي اؤ له دې څلورو جنرالانو څخه به یو دڅلورو ستورو جنرال جوړ کړل شي اؤ د ګډو ځواکونو دکمیټې مشري به ور وسپارل شي.

دغه پخوانی پوځی افسر وایي یو لیفټننټ جنرال ته به ترقي ورکړل شي اؤ هغه به دپوځ دسرلښکر مرستیال وټاکل شي.

هغه وایي په داسې وضعیت کې سرلښکر اؤ مرستیال سرلښکر واکونه پخپلو کې ویشي اؤ داسې نظام پرمخ ځي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې دیو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو هم د پوځ دسرلښکر د ماموریت دمودې غځولو سره اختلاف ښکاره کړی ؤ خو دا چې اوس وزیراعظم دپوځ دمشر دماموریت موده غځولې سیاسي ګوندونو پرې دخپل عاجل یا تند غبرګون ښودلو نه ډډه کړې ده

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG