لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:دپخواني جج ارشد ملک ویډيوګانې نوازشریف ته ګټه رسولی شي


Supreme Court of Pakistan
Supreme Court of Pakistan

دپاکستان په ستره محکمه کې داحتساب عدالت دپخواني جج د مخې ته راغلو ویډیو ګانو دوسیه نن د نهې په ورځ اوریدل شوې اؤ دسترې محکمې مشر قاضي اصف سعید کهوسه ویلي دنوازشریف دسزا ختمولو اؤ دبنده په خلاصون کې دا ویډیوګانې هغه مهال ګټورې ثابتیدلی شي چې دهغه د سزا ختمولو په اړوند محکمې ته کومه عریضه شوي وي.

په شپږم جولایي دپاکستان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف لور مریم نواز دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال داحتساب عدالت د جج په پټه جوړې شوې ویډیو ګانې مطبوعاتو ته ښودلې وې اؤ دعوه یې کړې وه چې جج ارشد ملک نوازشریف ته سزا دچا دفشار له امله اورولې ده اؤ اوس پخپل دې عمل پښیمانه دی.

وروسته داحتساب عدالت جج دمریم نواز تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي وؤ نوازشریف ته یې سزا دقانون له مخې پرته له کوم فشار اورولې وه خو محکمه کې خپل یو حلفیه بیان کې جج ارشد ملک منلې وه چې له سزا اورولو وروسته هغه د نوازشریف سره لیدلو دپاره دهغه کور ته ورغلی ؤ.

دسترې محکمې مشر قاضي په ننۍ اوریدنه کې ویلي چې د ارشد ملک په دې عمل د زرګونو ایماندارو اؤ محنتي ججانو سرونه دشرم نه ټيټ شوي دي اؤ څوک چې یو ځل بلیک میل کیدلی شي هغه بیا بیا هم بلیک میل کیدلی شي.

سترې محکمې د ویډیو ګانو په دې قضیه خپله پرېکړه خوندي کړې اؤ ویلي یې دي که دا ویډیوګانې اصل ثابتې شي نو ډير اغیز به ولري.

دسترې محکمې مشر قاضي ویلي چې د ویډیو ګانو په قضیه کې به محکمه خپله پرېکړه په راتلونکو درې،څلورو ورځو کې واوروي.

پخواني وزیر اعظم میا نوازشریف ته د احتساب عدالت پخواني جج ارشد ملک د العزیزیه اسټیل ملز په دوسیه کې د اوو کالو د بند سزا اورولې اؤ هغه دا مهال دلاهور په کوټ لکهپت زندان کې دبند شپې ورځې تیروي.

داحتساب محکمې د نواز شریف لور مریم نواز اؤ دهغه یو وراره هم دغبن په تورونو کې نیولي خو دنوازشریف کورنۍ دریځ لري چې هیڅ غبن یې نه دی کړی اؤ دهغوئ په ضد انتقامي ګامونه اخستل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG