لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب په اټک سيمه کې د پي ټي اېم د ټولنيزو رسنيو فعاله غړی نيول شوی


د پنجاب صوبې په اټک سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يو فعاله غړی نيول شوی، د پي ټي اېم مشران وايي د مومندو ضلعې سره تعلق لرونکی دا ځوان د پي ټي اېم کلک فعال ؤ.

د پي ټي اېم يو مشر او غورځنګ د وکيلانو د کمېټۍ غړی شهاب خټک ايډوکېټ وايي د دوي د معلوماتو ترمخه شيراز خان د پي ټي ايم کلک او فعال غړی وو او د په ټولنيزو رسنيو يې د غورځنګ په حق کې مدلل ليکل کول او تير مازيګرد څلورو بجو په وخت کې پوليسو نیولی دی.

ځايي خلک وايي د پوليسو سره په ساده جامو کې دوه تنان نور هم وو چې شيراز يې نيولو.

شهاب خټک وايي شيراز د اټک صدر تاڼې ته بوتلل شوی او هلته پرې د رياست پرضد د نعرو او د اړي ګړي جوړولو مقدمې درج کړی شوي دي.

وي او ای ډیوه د اټک د پوليسو سره د شيراز د نيولو په اړوند د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو زياتره د رياست پرضد نعرو او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

په اټک کې نيول شوی شيراز خان د مومندو ضلعې سره تعلق لري او د روزګار په غرض د پنجاب صوبې په اټک ښار کې اوسيږي ، او هم هلته د خپل کور څخه د امنيتي ادارو لخوا اوچت کړی شوی دی.

شهاب خټک وايي دوي د پېښې په اړه نور معلومات هم راټولوي او د اخري مولوماتو ترمخه شيراز د پوليسو سره وو.

خټک زیاتوي په دغه ډول مقدموکې د پي ټي اېم يو شمېر نور غړي هم نيول شوي او بيا عدالت ته د وړاندې کېدو وروسته خوشي کړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG