لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان یوازې تیره میاشت د۴۴۰ میلیونو ډالرو نوي پورونه اخستي


پاکستان یوازې په تیره میاشت کې د۴۴۰میلیونو ډالرو نوي پورونه ترلاسه کړي اؤ مطبوعات وایي د سي پیک د زیاتره پروژو سرته رسیدو سره سم اوس اسلام اباد دپورونو اخستلو دپاره خپلې سترګې دچین څخه نورو ملکونو اؤ ادارو ته ګرځوي.

دجمعې په ورځ دپاکستان ایکسپریس ټيلي ویژن د خزانې د وزارت له خولې ویلي چې تیره میاشت ترلاسه کړل شوؤ ۴۴۰ میلینو ډالرو پور کې ۱۷۳.۳ میلیونه ډالر د دوبۍ اؤ ۵۰میلیونه ډالر د کریډټ سوئس په نوم دسوئټزر لینډ دیوې مالیاتي ادارې نه اخستل شوي دي.

سرچینې وایي دتیر مالي کال په پرتله چې کله په ټول ټال پورونو کې دچین مرسته نیمایي وه سږکال په جولایي کې دچین دپورونو لړۍ تم شوې اؤ د۴۳۹.۸میلیونه ډالرو لسمه برخه پاتې شوده.

تیرکال مالي کړکیچ نه دپاکستان د ویستلو دپاره بیجنګ ،اسلام اباد ته د دوؤ اربو ډالرو پنګې اؤ د۲.۶ اربو ډالرو کاروباري پورونه ورکړي وؤ.

ایکسپریس ټي وي وایي تیره میاشت چین پاکستان ته اورنج لائن میټرو دپروژې دپاره څلور میلیونه ډالر اؤ د سي پیک د پروژې په اساس د حویلیو څخه د تهاکوټ سړک جوړولو دپاره د ۴۹میلینونه ډالرو پور ورکړی .

تیره میاشت پاکستان ته د چین دټولو رسدونو شمیره ۵۴.۲میلیونه ډالره پاتې شوې اؤ په دغه میاشت کې پاکستان د۵۷۹بیلینه ډالرو دتازه اکاونټ دخسارې سره مخ شوی ؤ.

تیرکال په دې میاشت کې دپاکستان دتازه اکاونټ خساره د۲.۱ بیلینه ډالرو څخه هم ټیټه وه.

دپاکستان د خزانې دپخواني صلاح کار عبدالحفیظ شیخ مطبوعاتو ته ویلي پاکستان په ادارو کې اصلاحاتو ته لاس اچولی اؤ په راتلونکي کې به دپاکستان اقتصادي بنسټونه دتل دپاره پیاوړې پاتې شي.

تیرکال چې کله په پاکستان کې دعمران خان حکومت واکمنۍ ته ورسیدلو نو دعوه یې وکړه چې تیرو حکومتونو د هیواد خزانه تشه کړې ده اؤ هیواد دتاریخي اقتصادي کړکیچ سره مخ دی.

خو مخالف ګوندونه وایي چې دعمران خان حکومت سره هیڅ اقتصادي ایجنډه اؤ پوهه نشته ځکه ترې هیواد د اقتصادي کرکیچ په لومو کې ښکیل شوی دی

اقتدار ته له رسیدو وړاندې د بهرنیو پورونو اخستلوسخت مخالف وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه ډلې دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د شپږ اربو ډالرو پور اخستی چې دڅېړونکو په وینا ددې پور په نتیجه کې پاکستان کې د ډالر نرخ دتاریخ لوړې کچې ته ختلی اؤ دپاکستانۍ روپۍ ارزښت غورځېدلی.

همدا راز په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه هم لوړه شوې اؤ حکومت دټېکسونو لمن پراخه کړې ده چې کاروباریان پرې نیوکې کوي خو حکومت دریځ لري چې دهیواد داقتصادي پیاوړتیا دپاره دټېکسونو لمن پراخول ضروري دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG