لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل،دطالبانو دتېرې شپې برید کې ۱۶ کسان وژل شوي،۱۱۹ژوبل


دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي دکابل دتیر ماښام موټري بمي چاودنه کې ۱۶کسان وژل شوي اؤ ۱۱۹ نور ژوبل شوي دي.

د دوشنبې په تیر ماسخوتن دکابل ښار سره نزدې په ګرین ویلج سیمه کې یوه درنه بمي چاودنه شوې وه چې پړه یې طالبانو په غاړه اخستې ده.

دسه شنبې په ورځ دافغانستان دکورنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي طالبانو چاودیدونکي مواد یو ټریکټر کې راوړي وؤ اؤ‌انفجار یې ورکړی.

دکورنیو چارو وزارت وایي په وژل شوؤ اؤ ژوبلو کې عام خلک اؤ دنزدې کیمپ کارکوونکي شامل دي.

د دوشنبې په ماسخوتن دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د دوی دوه ځانمرگي بریدگرو د گرین ویلیج مخې ته چادونې کړي او ورپسې یوه ډله وسله وال ځانمرگي گرین ویلیج ته دننه شوي دي او اوس هم جگړه روانه ده.

په کابل کې دا اوسنۍ چادونه په داسې حال کې شوې چې د افغان سولې دپاره د امریکا خاص استازی کابل ته تللی دی او هلته یې د افغان چارواکو سره د سولې دتړون په اړوند خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد پخپله یوه مرکه کې ویلي چې طالبانو سره یې دسولې په اړونډ ټولې پرېکړې کړي اؤ اوس که دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په دې تړون لاسلیک وکړي نو له مخې به یې افغانستان څخه په۱۳۵ ورځو کې پینځه زره امریکایي عسکر ووځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG