لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې شپږ ترهګر اؤ یو عسکر وژل شوي،پینځه عسکر ژوبل

امنیتي چارواکي وایي دکوټي په مشرقي بائ پاس سیمه کې دترهګرۍ ضد پولیسو دترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ دیو امنتي سرتیري د وژل کیدو ترڅنګ پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

دترهګرۍ ضد محکمې چارواکو ویلي پولیسو اؤ استخباراتي شبکې ته دمشرقي بائ پاس په سیمه کې دترهګرو د موجودیت اطلاع ورکړل شوې وه کله چې دترهګرۍ ضد پولیسو دغه سیمه کې دترهګرو په ځاله هپه وکړه نو په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمینځ سختې ډزې وشوې.

دترهګرۍ ضد پولیسو یا سي ټي دي ویاند رسنیو ته ویلي دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمینځ دغه نښته تر شپږو ساعتونو روانه وه اؤ په دغه مهال یو ځانمرګي ځان هم الوځولی چې له امله یې یوه ستره چاودنه شوې ده.

هغه وویل په عملیات کې شپږ ترهګر وژل شوي پینځه عسکر هم ژوبل شوي چې د درملنې دپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي.

خو دکوټې دسول هسپتال سرچینو وائس اف امریکه ته پخلی کړی چې په دې پېښه کې دصفي الله په نوم یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

د ژوبل شوؤ عسکرو نومونه د موسم خان،ابوبکر،سلمان خان ،نصیب الله اؤ الطاف احمد په نومونو ښودل شوي.

د ویاند دعوه ده چې وژل شوؤ ترهګرو کې یوه ښځه هم شامله ده چې خودکش جیکټ یې اچولی ؤ خو دازادو سرچینو نه ددې دعوې پخلی نه دی شوی.

پولیس دعوه کوي چې دترهګرو د ولکې څخه وسلې اؤ بارود هم ترلاسه کړي دي.

دمرستندویه ادارې ایدهي سنټر سیمه ییز مشر ښاغلي علي دامریکا غږ خبریال ته ویلي چې پېښه کې د وژل شوؤ شوؤ ترهګرو مړي دکوټې سول روغتون ته رسول شوي

دبلوچستان وزیراعلی جام کمال خان دې عملیاتو کې دامنیتي ځواکونو مړانه ستائیلې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې امنیتي ځواکونو دترهګرو یو شوم پلان شنډ کړی دی.

هغه ویلي د ولس د سرومال دساتنې دپاره دامنیتي ځواکونو فعالیتونه د زیاتې ستائنې وړ دي.

دبلوچستان دپولیسو یو لوړپوړي مشر یا ډي ایي جې عبدالرزاق چیمه د کوټې سول روغتون ته ورغلی اؤ دغلته یې پېښه کې د ژوبلو عسکرو پوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د مئ په میاشت کې هم دبلوچستان په مستونګ سیمه کې امنیتي ځواکونو د نهو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

دپاکستان بلوچستان ایالت د یوې اوږدې مودې راهسې د ناقرارۍ سره مخ دی اؤ دغلته وخت په وخت ترهګر نه یوازې په امنیتي ځواکونو بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه کوي بلکې دهدفي وژنو لړۍ هم پکې دوامداره ده.

XS
SM
MD
LG