لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت اؤ چمن کې دپولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي دي


دپاکستان دخیبر پښتونخوا په لکي مروت اؤ‌ دبلوچستان ایالت په قلعه عبدالله چمن سیمه کې د پولیو د رنځ دوه نوې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره سږکال خیبر پښتونخو صوبه کې دپولیو دموندل شوؤ پېښو شمیره ۴۵ ته اؤ په ټول پاکستان کې ۵۹ ته رسېدلې ده،

دصحت دمحکمې دچارواکو له مخې دخیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې یوه وړې ماشومه چې عمر یې پینځه میاشتې ښودل شوی، دپولیو په ناروغۍ اخته ده اؤ‌ په دبلوچستان ایالت په چمن سیمه کې د۱۷ؤ میاشتو په یو ماشوم کې دا وائروس موندل شوي.

دصحت دمحکمې چارواکي وایي کومو ماشومانو ته چې دپولیو وائروس لګیدلي هغوئ ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي نه وؤ ورکړل شوي.

په لکي مروت کې تر دې وراندې هم سږکال دپولیو دوه پېښې مخې ته راغلي خو ترټولو زیاته د بنو ډویژن سیمه پولیو ځپلې ده چې دغلته تر دې دمه ۳۰د پولیو ناروغان موندل شوي دي.

همدغه راز دخیبر پښتونخوا د نورو سیمو چارسدې، شانګلې،ډیره اسماعیل خان،تورغر،هنګو ،خیبر ،باجوړ اؤ شمالي وزیرستان څخه هم دپولیو پېښې مخې ته راغلي دي

دخیبر پښتونخوا دبیړنیو عملیاتو دمرکز مشر کامران خان اپریدي وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي په نزدې وختونو کې دپولیو په ضد ډیره ناروا پروپیګنډه شوې ده چې هغې دپولیو په ضد کمپائن سخت اغیزمن کړی اؤ یو شمیر والدینو خپلو اولادونو ته دپولیو نه د ژغورنې څاڅکي نه دي ورکړی.

هغه وایي دپولیو دمخنیوي څاڅکي ماشوم ته هیڅ رقم زیان نه رسوي اؤ ګرده نړۍ کې ماشومانو ته داڅاڅکي ورکول کیږي خو له بده مرغه دلته ددې څاڅکو په ضد بیلابیلې پروپېګنډې خلک دخپلو غرضونو دپاره کوي.

هغه په والدینو غږ وکړو چې که خپل اولادونه د تلعمري معذوري نه خوندي ساتل غواړي نو باید پرته له کومې ویرې خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکړي.

په پاکستان کې کال ۲۰۱۷م کې دپولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.

خو دسږکال په پیل کې چې ګرد هیواد کې دپولیو دناروغۍ په ضد کمپائن پیل شو نو په پېښور اؤ دپښتونخوا یو شمیر سیمو کې دپولیو دڅاڅکو په ضد ځېنو اړخونو سخته پروپیګنډه وکړه اؤ دغسې د روان کال په اتوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد کې د پولیو ۵۹ نوې پېښې مخې ته راغلې چې په دې کې یوازې د۴۵هاغو پولیو ځپلو ماشومانو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره دی چې دپولیو دڅاڅکو نه ورکول کیدلو له امله په دې مضره ناروغۍ اخته شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي څانګې یو چارواکې وي او ای ډیوه ته وویل دپولیو په ضد په ورستي کمپاین کې د صوبې په ٢٩ ضلعو کې څلور اشاریه شپږ میلییونه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین د ورکولو هدف ټاکل شوی و اؤ د صوبې ٦٧ فیصده سیمو ته د پولیو د ډلو رسایي شوې وه خو بیا هم٣٣۴٠٠٠ مېندو او پلرانوخپلو بچو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی.

د پولیو ناروغۍ دلاسه انسان د ټول عمر دپاره په بدني توګه د معذورۍ ښکار کیږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازېني هیوادونه دي چرته چې اوس هم دا مرض موجود دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG