لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي


په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د دوه نورو پېښو مخې ته راتلو سره سږ کال په صوبه کې د پوليو پېښې ۴۸ او په ملک کې يې شمېره ۶۴ ته ورسېده.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو دوه تازه پېښې په لکي مروت او تورغر ضلعو کې رپوټ شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليو اېمرجنسي اپرېشن سنټر ترمخه په لکي مروت کې د يونيم کاله ماشومه او په تورغر کې د دوه کالو ماشوم پوليو وهلي دي.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو ادعا کړې دغو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ؤ ورکړی شوي.

پوليو کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر عبدالباسط ويلي د پوليو ويکسين محفوظ دي او مياندې پلاران دې د پوليو پرضد څاڅکو په اړوند په منفي اوازو يقين نه کوي.

پاکستان کې سږ کال د پوليو په پېښو کې ۴۸ په خېبرپښتونخوا چې تر ټولو زيات ۲۲ يي په بنو ضلع ، پينځه پېښې په پنجاب او شپږ په سيند صوبه او پينځه په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG