لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد افريدی وايي زړه يې غواړي چې سياست ته راشي


د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني کپتان او ستوري لوبغاړي شاهد افريدي ويلي زړه يې غواړي چې سياست ته راشي او سياست ته د راتلو وړاندیزونه ورته هم کيږي.

د پاکستان ډان نیوز د شاهد افريدي له قوله دغه خبره کړې ده.

د پاکستان اوسنی وزیراعظم عمران خان هم د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان ؤ، او د کرکټ نه د بس کولو وروسته یې خپل سياسي ګوند جوړ کړی ؤ.

خو شاهد افريدي د سياسي ګوند جوړولو څه نه دي ویلي.

د ډان ترمخه افريدي ويلي د ملک نه د بې روزګارۍ او غریبۍ ختمولو دپاره د کار کولو سخت ضرورت دی.

د چا د نوم اخستو پرته پخواني کپتان ویلي خبرې او وعدې ډېرې شوي پکار ده چې وعدې پوره کړی شي د بې روزګارۍ او تعليم مسلې هوارې کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت يې مخالفين ټکونه کوي چې په حکومت کې د راتلو نه وړاندې يې کومې وعدې کړې وې په هغو پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

افریدي ويلي دا وخت د خېرښېګړې په خپله غېر دولتي اداره کار کوي او هغه کار کوي کوم چې يو سياستوال کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG