لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بخښنې نړیواله اداره: په قطر کې د زرګونو خواریکښو تنخواګانې نه ورکول کیږي


د بخښنې نړیواله اداره وايي په قطر کې په زرګونو خواریکښو ته د هغوي روزمزد یا تنخواګانې نه ورکول کیږي او په ډیرو خرابو حالاتو کې ساتل شوي.

د دې سربېره چې په کال ۲۰۱۸ کې د کډوالو لپاره د کار قوانین تصویب شوه، خو د بخښنې نړېوالې ادارې له مخه د قطر حکومت د دغو قوانینو په عملي کولو کې ناکامه پاته شوی او د کفال د کار موندنې سیسټم اوس هم شرکتونو یا کمپنیانو ته د کډوالو کارکونکو په وړاندې ډیر واک ورکړی.

د بشري حقونو ډلې په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د قطر په حکومت فشار راوړي چې په نوموړي هېواد کې میشت شاخوا د دوو میلیونو کډوالو د کار شرایط ښه کړي. دا په داسې حال چې ټاکل شوې قطر به په کال ۲۰۲۲ کې د فیفا نړیوال کپ کوربتوب کوي.

په هیواد کې د راتلونکي نړیوال کپ د کوربتوب ګټلو وروسته هلته د کډوالو خواریکښو د بد وضعیت او چلند د ډیرو پام راګرځولی. په دغو مزدورانو کې دا مهال ډیری یې د ۲۰۲۲ نړیوال کپ د سیالیو لپاره د لوبغالې او زیربناوو په جوړولو بوخت دي.



د نړیوالو نیوکو وروسته قطر دې ته رازي شوي چې د مزدوارانو د کار قانون ته کتنه او ستونزو حلولو لپاره کمیټۍ جوړه کړي.

د بخښنې نړیوالې ادارې چارواکي مې رومانوس وییلي چې پر کاغذ د کار قانون ټول شرایط سم دي خو ځمکیني حقیقتونه توپیر لري. هغه څه چې پر کاغذ دي نه عملي کیږي.

ډیرو خواریکښو یا مزدورانو اته یا نهه میاشتې کار کړی او تنخواګانې یې نه دي ورکړل شوي په دغو کسانو کې زیاتره نا هیلي شوي او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.

د بخښنې نړیوالې ادارې د اټکل ۲۰۰۰ کارکونکو چې بیلا بيلو کمپنیانو سره یې کار کوو، د قضیو څیړنه وکړه چې زیاتره یې د ودانیو د جوړلو او صفا کارۍ کمپنیانې دي.

د امنسیټي انټرنیشنل موندنې ښيي چې دغو کمپنیانو د ځینو مزدورانو قرار دادونو پرته له دې چې د هغوي تنخواګانې ورکړي، ختم کړي.

ښاغلي رومانوس زیاته کړې چې دغه مزدوران ډیری یې د خوراک څښاک او اوسیدو لپاره ځای نلري او په ډیرو خرابو حالاتو کې ژوند تیروي.

ښاغلی رومانوس وېره لري چې د ۲۰۲۲ کال د ورلډ کپ نه ورورسته به د نړيوالې ټولنې پاملرنه به د دغې موضوع څخه واوړي نو دا ښه موقع ده چې ترې پکار دی ګټه واخیستل شي او په راتلونکي کال کې د کارکوونکو لپاره اصلاحات وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG