لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: مخالفه ګوندونه د لانجمنه (اېکشن ان اېډ اف سېول پاور) قانون پرضد عدالت ته ځي


د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو غړو د (اېکشن ان اېډ اف سېول پاور) لانجمنه قانون په اړوند ويلي دوي يې سخت مخالفت کوي او په اسمبلۍ کې به يې پرضد غږ کوي.

په اسمبلۍ کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند د اسمبلۍ غړی او پخوانی اعلی وزير اکرم خان دراني وايي، "مونږ د ټولو په دې خبره اتفاق دی چې دا قانون نه منو".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې دراني وويل ، " د ټولو مخالفه غړو شریکه فېصله ده چې د دې ارډيننس پرضد به راپاڅو په شريکه به وکيل نيسو هایکورټ ته به ځو او د هايکورټ نه مننه کوو چې په دې يې نوټس اخيستی".

نوموړي زیاته کړه دا ډېر خطرناک شی دی دوي يې پرضد په اسمبلۍ کې تحريک التوا جمع کړې او عدالت ته يې هم وړي.

په خېبرپښتونخوا کې په پينځم اګست ګورنر د يو ارډيننس د لارې ياد قانون پاس کړی چې ترمخه يې امنيتي ادارې کولی شي هر څوک ګرفتار کړي او د نامالومه وخته پورې يې د ځان سره وساتي.

مخالفه ګوندونو په اسمبلۍ کې په وړاندې کړي تحريک التوا کې د سپيکر نه غوښتي چې د اسمبلۍ عملیات دې ودرول شي او په يوه مهمه مسله دې د بحث اجازت ورکړی شي.

دوي ويلي په صوبه کې په پينځم اګست د خېبرپپښتونخوا اېکشن اېن اېډ اف سېول پاور ارډيننس پاس کړی شوی دي او د دوي په وېنا دا ارډيننس د ائين پاکستان او بشري حقونو پرضد دی.

دوي ويلي د فاټا په صوبه کې د ورګډېدو وروسته حکومت د (فاټا) پخوانۍ قبايلي سيمې تور قانون ټولې صوبې ته غځول د افسوس خبره ده.

په تحريک التوا باندې د اسمبلۍ نهه تنو غړو لاسليک کړی دی.

سياسي، مذهبي ګووندونه او د مدني ټولنې فعال د خېبرپښتونخوا د حکومت په دغه ګام سختې نيوکې کوي چې په دې کې امنيتي ادارو ته بې ساری واک ورک ورکړی شوی او دا به لکه د پخوانۍ قبايلي سيمې په څېر د خلکو دپاره د ګټې په ځای د تاوان سبب وګرځوي.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي دا قانون د پيپلز ګوند په وخت کې موجود ؤ او دوي اوس وغځولو.

د صوبې واکمن وايي د قانون غځولو هدف يې د ترهګرو ساتونکي ځایونو خوندي کول دي چې نوره ترهګري ونه شي.

په صوبه کې د تحريک انصاف ګوند حکومت وايي د دې قانون ضرورت ؤ دا به په ځای وي او که ترهګري ختميږي دا قانون به ورسره راکموي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG