لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د قاسم سوري په اړوند د الېکشن ټربيونل فېصله ځنډولې


د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) د قاسم سوري په اړوند د الېکشن ټربيونل فېصله ځنډولې ده. قاسم سوري د کوټۍ نه د قامي اسمبلۍ په چوکۍ منتخب شوی خو الېکشن ټربيونل د هغه کاميابي کالعدم ګرځولې وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ټکټ په انتخاباتو کې برخه اخيستونکي قاسم سوري د الېکشن ټربيونل پرضد سپريم کورټ ته خواست کړی ؤ.

راپورونه وايي د سپریم کورټ درې کسيزه ډلې د سوري په خواست نن د ګل، دوشنبې په ورځ فېصلې اورلې او الېکشن کمېشن ته يې ویلي د هغه په چوکۍ دې د بيا انتخاباتو کولو نېټه نه ټاکي.

د ستمبر د میاشتې په ۲۷م نېټه د پاکستان د انتخاباتو ټربيونل د قومي اسمبلۍ د مرستيال سپيکر قاسم خان سوري ګټلي انتخابات کالعدم ګرځولي او د هغه په چوکۍ يې د بيا انتخاباتو کولو ويلي ؤ.

سوري په عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په اېن ای ۲۶۵ کوټه ۲ چوکۍ باندې کامياب ګرځول شوی ؤ.

ټربيونل په خپله فېصله کې د هغه په چوکۍ د بيا انتخاباتو کولو نېټه نه وه اعلان کړې خو ويل شوي ؤ د فېصلې ترمخه سوري کولی شي چې بيا په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د سوري پرضد د هغه سيال کانديد نواب زاده لشکر رئيساني په انتخاباتو کې د درغليو خواست کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG