لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نوم به راتلونکې فرورۍ پورې دایف ای ټي‌ ایف خړ نوملړ کې شامل وي؟

د وسله والو د مالي سرچینو اوچولو نړیوالې ادارې فنانشنل ایکشن ټاسک فور یا ایف ای ټي‌ ای پرېکړه کړې ده چې دپاکستان نوم به د راتلونکي کال فرورۍ پورې په خړلسټ کې ساتي.

ددې ترڅنګ دغه نړیوالې ادارې په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد دمخنیوي دپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

داېف ای ټي ایف غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې پیل شوې ده او اېسوسي اېټډپرېس خبري اداره وايي د پاکستان کوښښ دی چې ځان د اېف ای ټي اېف د تور فهرست نه بچ کړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دیو راپور له مخې د ایف ای ټي ایف غونډه کې دترهګرو د مالي سرچینو اوچولو اؤ دناقانونه پیسو دلېږد دمخنیوي په اړوند تر اوسه دپاکستان لخوا اخستل شوي ګامونه ارزؤل شوي دي.

په نړیواله کچه دناقانونه پېسو په لیږد څار لرونکې ادارې فنانشل ایکش ټاسک فورس دترهګرو د مالي سرچینو د وچولو اؤ ناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي کې په ناکامه راتللو تیرکال دپاکستان نوم په خړ نوملړ کې وراچولی دی چې داقتصادي چارو د څېړونکو په وینا له دې امله پاکستان هر کال لس بیلینه تاوان کوي.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

د اېف ای ټي اېف د ایشیا پېسېفک ګروپ چې په پاکستان نظر ساتي د دې میاشت په شروع کې خپل رپورټ وړاندې کړی چې نړیواله خبري شبکه ای پي وايي د پاکستان دپاره څه ډیر حوصله افزا نه و.

د ترهگرو د مالي وسیلو او د غیرقانوني پېسو په ضد پاکستان د ۴٠ گامونو د فهرست څخه یوازې یوه ماده عملي کړې ده او٣٩ نورې مادې یې یا خو جزوي توگه عمل کړي او یا یې په مکمله توگه د پامه غورځولې دي.

ډان وایي فنانشل ایکشن ټاسک فورس به دپاکستان په هکله غوڅه پرېکړه د راتلونکي کال د فرورۍ په میاشت کې کوي اؤ د ایف ټی ایف غونډه کې د وروستي پرمختګ په بابله رسمي اعلان به په ۱۸م اکتوبر کولی شي.

ډان ورځپاڼې پخپل راپور کې لیکلي چې د پاکستان دخزانې د وزارت ویاند عمرحمید خان ورته ویلي د راتلونکي کال فرورۍ پورې دپاکستان دنوم په خړ فهرست کې د ساتلو خبره رېښتیا نه ده اؤ د۱۸م اکتوبر نه وړاندې په دې هکله هیڅ‌ نه شي ویل کیدای.

د ایف ای ټي ایف دا غونډ به تر شپږو ورځو دوام کوي چې د۲۰۵ؤ هیوادونو داستازو ترڅنګ دایي ایم ایف ،ملګرو ملتونو ،نړیوال بانک اؤ نورو سازمانونو استازي هم برخه لري.

نړیوال مطبوعاتو وایي دتیرې ورځې په غونډه کې هند وړاندیز کړی ؤ چې پاکستان حافظ سعید ته دخپل بانکي اکاونټ نه دپېسو ویستلو اجازه ورکړې ده باید دپاکستان نوم تور فهرست ته واچول شي.

خو دترکي،چین اؤ ملائشیا دملاتړ لرلو په اساس ایف ای ټي ایف دپاکستان دنوم تور فهرست ته دنه اچولو اؤ پاکستان ته دخپلو نورو ژمنو پوره کولو دپاره نور وخت ورکړی ؤ.

د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې دا وخت یوازې ایران او شمالي کوریا شامل هېوادونه دي.

ای پي وايي په داسې مهال چې وزیراعظم عمران خان د هیواد خراب اقتصادي صورتحال د ښه کولو او هیواد ته د سرمایه کارۍ راکښ کولو کوښښونه کوي، د اېف ای ټي اېف تور فهرست ته تگ به د پاکستان د هغه کوښښونو دپاره لویه ضربه وي.

XS
SM
MD
LG