لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د ډزو په پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي


ټانک مظاهره
ټانک مظاهره

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

د ټانک د پوليسو په وېنا دا پېښه د ټانک ښار نه نزدې ۳۰ کلوميټره لرې د لکي مروت ضلعې سره په پوله پرته ملازۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې پرضد د پرون راهسې ځايي خلکو د جنازو سره د ټانک ښار په مرکز کې احتجاجي پرلت وهلی ؤ او د ډزو کوونکو پرضد د ګامونو اخيستو غوښتنه يې کوله.

د ډېره اسماعيل خان ډويژن د پوليس مشر (ار پي او) فېروز شاه ويلي دا د دوه ډلو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې د سورلو په ګاډي ډزو کې اووه کسان وژل شوي او په علاقه کې د ډزو په نورو پېښو شپږ نور کسان وژل شوي دي.

خو وروسته نوموړي ويلي په ډزو کې بې ګناه خلک وژل شوي او پوليس په خپل مدعيت کې مقدمه درج کړې چې پکې د ترهګرۍ مادې شامل کړی شوي او حکومت ته يې د وژل شوؤ او ژوبلو د مالي مرستو دپاره هم ويلي دي.

هغه احتجاج کوونکو ته د راروانې مياشت د پينځمې نېټې پورې وخت ورکړی چې د ډزو په پېښو کې ککړ کسان به نيسي.

له دغې وروسته احتجاج کوونکو جنازې وړلي خو ځينې کسان چې بيا هم په احتجاج ناست ؤ پوليس پرې ډنډې او اوښکې بهيونکی ګېس کارولی دی.

له دې وړاندې احتجاج کوونکو او د وژل شوؤ خپلوان ویلي ؤ خپلوان يې په سړک روان ؤ او ووژل شو د دوی د چا سره دښمنۍ نه وي حکومت دې ورته ځواب اووايي چې خپلوان یې چا ووژل؟.

په ډزو کې د يو وژل شوي ۱۲ کلن ماشوم سجاد تره وي او ای ډيوه ته وويل دغه ماشوم نور ماشومان د مدرسې نه کور ته راوستل او په لار کې ورته ولاړو کسانو ترې پوښتنه وکړه چې شناختي کارډ وښايه او د شناختي کارډ په نه ښکاره کولو پرې وسله والو په سر ډز وکړو.

لعل بادشاه نومې تن چې خپلوان يې په ډزو کې وژل شوی وايي خپلوان يې کور ته په موټر سايکل په لاره راروان ؤ، او په لاره کې پرې ډزې شوي او وژل شوی دی.

هغه وويل پوليس د دوی نه پوښتنه کوي چې ډزې کوونکي ورته وښايي خو نوموړی وايي دا د ترهګرۍ پېښه ده بايد حکومت د دې زمه وار په ګوته کړي او د قانون منګولو ته يې راولي.

د علاقې نه د صوبايي اسمبلۍ غړی محمود بېټنی وايي دغه کسان چې ډزې يې کړي حکومت ته مالوم دي او زياتوي دوی د حکومت نه دغه کسان غواړي چې ګرفتار يې کړي.

هغه وويل په علاقه کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي خو داسې ښکاري چې دا بريد کوونکی تن دومره زورور دی چې حکومت پرې هم لاس نه شي اچولی.

احتجاج کوونکو دا پوښتنې هم راولاړې کړي چې دوي دغو پېښو اندېښمن کړي چې هسې نه په علاقه کې بدامنۍ کومه لار خو نه هوارول کيږي.

ځايي خلک وايي په وژل شوؤ کې نهه کسان د بېټني قوم او څلور مروت دي.

وزیراعلی محمود خان د پېښې نوټس اخيستی او د پېښې په اړوند يې رپوټ غوښتی دی.

په احتجاج ناست خلک وايي دوی د حکومت نه بريدګر غواړي او ورته دې وويل شي چې د پېښې وروسته کوم عمليات شوي يا څوک نيول شوي هم دي.

ځايي خلک دا شکایت هم کوي چې په علاقه کې خلک ووژل شو او بيا چې مړي او ژوبل د ټانک روغتون ته راوړل شو نه خو هلته ډاکټران ؤ او نه د مړو اېښودو دپاره کوم بل انتظام ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG