لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپولیو دوؤ نوؤ پېښو سره سږکال خېبر پښتونخوا کې دپولیو دناروغانو شمېره ۴۹ ته ورسیده


په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیو دوه نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره سږکال په صوبه کې دپولیو دناروغانو شمیره ۴۹ ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا دبیړنیو عملیاتو مرکز له مخې د پولیو دوه تازه پېښې په ټانک اؤ سرائی نورنګ سیمو کې مخې ته راغلي دي.

دبیړنیو مرستو دغه مرکز وایي په ټانک ضلعه کې د ۱۴میاشتو اؤ په لکي مرړت کې د نهو میاشتو په یو ماشوم کې د پولیو وائروس معلوم کړل شوي دي اؤ دغو دواړو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه وؤ ورکړل شوي.

دبیړنو عملیاتو دمرکز مشر عبدالباسط میډیا ته ویلي چې دپولیو ددې نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره صوبه کې سږکال دپولیو دپېښو شمیره ۵۹ ته رسېدلې اؤ ددې غټه وجه داده چې زیاتره والدین خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي.

هغه ویلي د زیاتو چیلنجونو اؤ ستونزو باوجود حکومت دپولیو نوغي ویستلو ته ژمن دی خو په دې کار کې د والدینو ترڅنګ د ټولو طبقو کومک ضروري دی.

د روان کال په وړومبیو لسو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا دبنو سیمې څخه ۲۳،لکي مروت څخه ۱۲،شمالي وزیرستان څخه اته،تور غر څخه اووه،هنګو څخه دوه،چارسدې،ډیره اسماعیل خان،شانګلې،باجوړ،خیبر اؤ جنوبي وزیرستان څخه دپولیو یوه،یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

ددې ترڅنګ د سندهـ صوبې څخه هم دپولیو نهه،دبلوچستان څخه اووه اؤ دپنجاب څخه پینځه دپولیو پېښې رپورټ کړل شوي دي.

په پاکستان کې په کال ۲۰۱۷م کې د پولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال (۲۰۱۸) په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.

د پولیو ناروغۍ دلاسه انسان د ټول عمر دپاره په بدني توګه د معذورۍ ښکار کیږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازېني هیوادونه دي چرته چې اوس هم دا مرض موجود دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG