لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سږ په شپږو میاشتو کې له ټویټره د موادو لرې کولو 273 درخواستونه کړي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د رسنیو څارونکي وایي چې په اوس وخت کې نه یواځې چاپي او الیکټرانیک مېډیا تر زیات فشار لاندې ده، بلکې پر ټولنیزو رسنیو هم ژور نظر ساتل کېږي.

څارونکي وایي کوم خلک چې پر سوشل مېډیا د پاکستاني ادارو یا ریاستي پالیسیو په ضد د خپلې رایې اظهار کوي د هغه موادو د لرې کولو له خوا د حکومتي ادارو له خوا د سوشل مېډیا ادارو ته درخواستونه کېږي.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ټویټر له خوا په خپاره شوي "ټرانسپېرنسي [شفافیت] رپوټ" کې ویل شوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستاني چارواکو دې ادارې ته له ټویټر څخه د موادو لرې کولو لپاره 273 درخواستونه ورکړي او 1798 پروفایلونه یې هم ورته رپوټ کړي دي.

په اسلام اباد کې د انټرنیټي او آنلاین موادو د حقوقو لپاره د کارکوونکي غیرسرکاري تنظیم "بایټس فار آل" مشر هارون بلوچ وي او اې ډیوه ته وویل، د تېر حکومت په نسبت اوسنی حکومت زیاته هڅه کوي چې له ټویټر نه د حکومت او ریاستي ادارو په ضد خپاره شوي مواد لرې کړي چې وایي دا د اندېښنې وړ خبره ده.

هارون بلوچ وایي په اوسنیو حالاتو کې داسې نه ښکاري چې دا یو جمهوري هېواد دی:

"د پاکستان د حکومت له خوا چې [د ټویټر ادارې ته] کوم درخواستونه کېږي د هغو اندازه ډېره زیاته ده، د دې مطلب دا دی چې حکومت د خلکو د رایې اظهار او تنقید- چې د خلکو بنیادي او آییني حق دی- نه شي زغملای".

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې مشر پروفیسر ډاکټر فیض الله جان د پاکستاني اعلی چارواکو دغه کار د آیین او بشري حقونو پر ضد بولي او وایي چې په داسې اقداماتو سره په هېواد کې جمهوریت ته زیان رسېږي:

"د پاکستان د آیین 19مه ماده د دې خبرې ضمانت ورکوي چې هر شهري دا حق لري چې د خپلې رایې اظهار وکړای شي، نو که د هغوی د اظهار مخه نیول کېږي نو دا خو د آیین له 19مې مادې سرغړونه ده، 19مه ماده ځکه په آیین کې ایښودل شوې ده چې خلکو ته خپل بشري حقوق ورکړل شي نو دا نه یواځې بیا د آیین سرغړونه نه ده، بلکې د هغوی د بشري حقونو مخنیوی هم دی او سرغړونه هم".

پروفیسر فیض الله جان وایي، پر ټولنیزو رسنیو د عام ولس د اواز د بندولو پر ضد په نړیواله کچه هلې ځلې پکار دي، ځکه چې وایي نه یواځې پاکستان بلکې نور هېوادونه هم له ټولنیزو رسنیو د موادو د لرې کولو لپاره هڅې کوي:

"د پاکستان غوندې نورو حکومتونو ته ډېره اسانه شوې ده چې هغوی د سوشل مېډیا له لارې د خلکو سیاسي تړاو وګوري او بیا ټویټر ته خواست وکړي چې د دې تن په اړه معلومات راکړه یا یې معلومات لرې یا بلاک کړه".

پروفیسر فیض الله جان زیاته کړه، "په نړیواله کچه ټویټر او فېسبوک ته ویل پکار دي چې تاسو خلکو ته دا پلېټفارم ورکړی دی دا اوس یواځې ستاسې نه دی، په دې کې د عامو خلکو برخه او حقوق شامل دي، نو تاسې باید خپل طریقه کار څرګند کړئ چې تاسې به له حکومتونو سره درېږئ که به له خلکو سره درېږئ".

د ډان ورځپاڼې رپوټ زیاتوي چې د 2018م کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ټویټر له 204 اکاونټونو نه مواد لرې کړل شوي وو او په دې اړه چې کوم درخواستونه شوي وو په هغوی کې 192 د حکومتي ادارو له خوا جمع کړل شوي وو، خو د حکومت د امر مطابق یواځې یو درخواست لېږل شوی وو.

په پاکستان کې پر سوشل مېډیا د کرکې د موادو خپرولو د مخنیوي لپاره وفاقي حکومت د سایبر جرمونو قانون منظور کړی دی او کارپوهان وایي وفاقي ادارې د دې قانون په بنیاد د سوشل مېډیا له ادارو د "ناخوښه موادو" د لرې کولو درخواست کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG