لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: پوځ به د ملکي ادارو د مرستې په لړ کې ائيني او قانوني زمه وارۍ پوره کوي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي په مهمو قومي معاملاتو د ټولو فريقېنو ترمنځ يو والی دښمن قوتونو ته د ماتې ورکولو دپاره اړين دی.

د پاکستان د پوځ د کورکمانډرانو په غونډه کې د پوځ مشر ويلي "چې په ګډو قومي هڅو، د پاکستان پوځ او قومي ادارو او د ټولو نه سېوا د قوم په قربانيو کورنی امن ثبات ترلاسه کړی شوی، د کومې ناوړه ايجنډې د پوره کېدو دپاره د دې ثبات د مينځه وړو اجازت په هیڅ قيمت نه شي ورکولی".

د پوځي بيان ترمخه په غونډه کې ويل شوي چې د پاکستان پوځ په ختیځه پوله او لاین اف کنټرول هر ډول حالاتو ته تیار دی.

د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملي او کورني امنیت ترڅنګ، په ختيځه پوله، اېل او سي او کشمیر په حالاتو هم بحث شوی دی.

د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه په داسې حال کې شوې چې په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د ازادي مارچ احتجاج روان دی.

مولانا وايي د حکومت ټول مخالفه ګوندونه يې ملاتړ کوي دوی تور لګوي چې د ۲۵ جولايۍ ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتوکې درغلي شوې عمران خان په ټګۍ ټورۍ وزیراعظم جوړ کړی شوی، عمران خان دې استعفی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

درې ورځې وړاندې د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ زرګونو ګډونوالو ته په وینا کې د کومې ادارې د نوم اخيستو پرته ويلي ؤ، له ادارو سره تضاد يا ټکر نه غواړي خو ادارې هم باید خپله بې طرفي ثابته کړي.

مولانا ويلي ؤ "دوی ادارې بې طرفه ليدل غواړي او که ادارې د ناجايزه واکمنو په شا ودريږي نو دوه ورځې وخت دی ورسره، بيا دې دوی ونه درول شي د ادارو په اړوند دوی خپله رایې لري".

د فضل الرحمان د دغه وېنا په اړوند د پاکستان په شخصي ټيلي ويژن (ای ار وايي) باندې د پوځ د وياند مېجر جنرل اصف غفور نه پوښتنه شوې او هغه ورته په ځواب کې ويلي ؤ،

"اول خبره دا ده او د هغه (مولانا) نه دا پوښتنه ده چې هغه د کومې ادارې خبره کوي، او که هغه د پوځ خبره کوي نو پوځ بې طرفه اداره ده مونږ د ائين او قانون په عملدارۍ یقين ساتو او زمونږ ملاتړ په جمهوري توګه د يو منتخب حکومت سره دی د يو ګوند سره دی".

هغه وويل "که مولانا ته په انتخاباتو کې د روڼتيا شکايت وي او پوځ پکې هسې راکاږي نو اوله خبره دا ده چې پوځ په انتخاباتو کې خپله ائيني او قانوني زمه واري پوره کړې ده خو که هغه بيا هم اعتراض لري نو اړونده ادارو پله دې لاړ شي، نه چې په سړکونو په ادارو تورونه ولګوي".

مولانا فضل الرحمان بيا د پوځي وياند بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ،

"د پوځ وياند چې کوم بيان ورکړی دی دا بيان کوم سياستوال له ورکول پکار ؤ او پوځي وياند چې څنګه ويلي پوځ دې بې طرفه اداره وي خو پوځي ویاند د دغه بيان د لارې د پوځي ادارې يو طرفته بوتلو هڅه کړې ده او دوی ګڼي چې داسې کول نه دي پکار".

هغه ويلي ؤ "زما نه پوښتنه شوې چې د ادارې نه يې څه مطلب دی؟". په ځواب کې هغه وويل،

"پوځي وياند په خپله دا خبره کړې ده چې د مولانا فضل الرحمان د ادارې نه مطلب څه دی. پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي او که په تېر وخت کې پوځ کومه غلطي کړي وي نو بيا هم دوی د ادارو سره ټکر نه غواړي بيا پوځي وياند ولې اداره د اولس سره په ټکر کوي".

په عېن حال کې چې په اسلام اباد کې ازادي مارچ روان دی د حکومت او مخالفه ګوندونو د کميټيانو تېره شپه ليدنه شوې او نن بيا مذاکرات کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG