لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:خبره دا نه ده چې خراستي مرکزونه سم کار کوي،پوښتنه داده چې دا بندي خانې ائیني دي؟


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي اصف سعید کهوسه ویلي محکمه ددې خبرې ارزونه نه کوي چې (دپوځ)حراستي مرکزونه یا بندي خانې په سمه توګه کار کوي که نه بلکې دعدالت په وړاندې دا پوښتنه پرته ده چې ددې بندي خانو ائینې بڼه څه ده؟

دجمعې په ورځ ستره محکمه کې دمشر قاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ پینځه کسېزه څانګه کې دقبائیلي اؤ نیمو قبائیلي سیمو دپاره دپرځائ کړل شوې قانوني مادې په اړوند د دوسیې اوریدنې اوریدنه شوې ده.

د اوریدنې په مهال سرکاري وکیل منلې ده چې صوبایي حکومت د بندي خانو قواعد یا اصول په نیمو قبائیلي سیمو کې جوړ کړي دي.

داوریدنې په مهال قاضي فائز عیسی ویلي د بندي خانو په قواعدو کې د نیول شوؤ کسانو سره د کورنۍ دغړو دلیدنو ذکر هم شوی بیا تاسو د نیول شوؤ کسانو نوملړ په تړل شوې لفافه کې ولې محکمې ته وړاندې کړی؟

سرکاري وکیل محکمې ته ویلي د نیول شوؤ کسانو په اړه جزئیات په ډاګه کیدای نه شي خو نیول شوي کسان په دوؤ اوونیو کې یو وارې خپلې کورنۍ ته خطونه لیږلی شي.

مشر قاضي اصف سعید کهوسه ویلي داسې قوانینو ته په کتلو خو ښکاري چې بندي خانې قانوني دي خو معلومه نه ده چې په عملي توګه پر دې عمل هم کیږي که نه ؟

قاضي فائز عیسي په دغه مهال دسرکاري وکیل نه پوښتنه کړې چې خلک ولې په میډیا داسې ګیلې کوي چې هغوئ دخپلو بې درکه عزیزانو څخه بې خبره دي؟

په دې سرکاري وکیل وویل په میډیا مخې ته راتلونکي ټول شکایتونه بې ځایه نه دي ځکه چې ځېنې داسې بې درکه کسان هم شته چې په اړه یې ادارې هم معلومات نه لري چې چرته دي؟

هغه وویل څه کسان داسې دي چې في الحال یې دخپلو کورنیو سره دلیدنې تابیا نه شي کیدای

په پاکستان کې وخت په وخت دبې درکه کسانو کورنۍ کورنۍ اؤ دبشري حقونو فعالین احتجاجونه کوي چې پوځ په زرګونو کسان په غیرقانوني ډول بندي خانو ته اچولي چې دمړي ژوندي په هکله یې کورنیو ته هیڅ معلومات نشته.

خو پوځ اؤ استخباراتي ادارې بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په بې درکه کسانو کې کیدای شي زیاتره دجنګیالو لیکو کې جذب شوي وي.

دپاکستان حکومت ددغو بې درکه کسانو معلومولو دپاره یو کمیشن هم جوړ کړی اؤ دغه کمیشن دعوه کوي چې تر اوسه یې زیات بې درکه کسان پیدا کړي دي.

د اوریدنې په مهال مشر قاضي پوښتنه وکړه چې دکومو بندي کسانو نوملړ محکمې ته ورکړل شوی ایا دبې درکه کسانو د معلومولو کمیشن سره هم دا نوملړ شته ؟

سرکاري وکیل محکمې ته وویل هغه به دمعلوماتو ترلاسه کولو وروسته په دې اړوند محکمه خبر کړي.

قاضي مشر عالم ویلي په قانون کې لیکل شوي چې تندلاري اوس دهیواد وفادار نه دي ایا ورانکاري له دې وړاندې د هیواد وفادار وؤ.

سرکاري وکیل یې په ځواب کې وویل په قوانینو کې وړاندې هم همدا لفظ کارؤل شوی ؤ.

د اوریدنې په مهال قاضي ګلزار احمد وویل دغیر ریاستي عناصر لفط د نائن الیون نه وروسته مخې ته راغلی دی اؤ‌ غیر ریاستي عناصرو ته هیڅ یو هیواد تحفظ نه ورکوي ځکه نو باید وویل شي چې د ادارو سره داسې څه ثبوتونه شته چې نیول شوي کسان غیر ریاستي عناصر دي؟

سرکاري وکیل محکمې ته ویلي ادارې دټول نیول شوؤ کسانو په اړوند ثبوتونه اؤ جزئیات لري، په یوه بندي خانه کې په وړومبۍ میاشت ۷۸بندیان ساتل شوي وؤ اؤ بیا دوه کاله وروسته دغه ټول بندیان خوشې کړل شول؟

مشر قاضي په دغه مهال ویلي چې په ائین کې د۲۵م ترمیم یا بدلون وروسته حالات ښه شوي خو سرکاري وکیل یې په ځواب کې وویل د۲۵م ائیني بدلون نه وروسته شپه په شپه حالات نه شي بدلیدلی،پوځ دهاغو کسانو په ضد جنګیږي چې پاکستان ته دترهګرۍ په نیت رانتوتلي دي.

په دې قاضي فائز عیسي دسرکاري وکیل نه پوښتنه کړې چې ایا ته ۲۵م ترمیم چیلنج کوې؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG