لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالفه ګوندونو د تحريک انصاف د حکومت پرضد د سړکونو بندولو احتجاجي ناستې ختمې کړي


د تحریک انصاف د حکومت پرضد د جمعيت علما اسلام ف او نورو مخالفو ګوندونو ګډې جوړې رهبر کمېټۍ ويلي د اولسي تکليف له امله د لارو بندول پرېږدي او اوس به په ضلعي کچه جلسې کوي.

د تحریک انصاف د حکومت پرضد مولانا فضل الرحمان په ۲۷م اکتوبر د کراچۍ نه اسلام اباد ته ازادي مارچ پېل کړی او په ۳۱م اکتوبر اسلام اباد ته د رسېدو وروسته یې هلته احتجاجي ناسته پېل کړې وه.

مولانا فضل الرحمان يوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې د ازادي مارچ د احتجاجي ناستې ختمولو او پلان (بي) اعلان کړی ؤ چې په ټولو صوبو او ضلعو کې به سړکونه بندوي او د دې لارې به خپل احتجاج ريکارډ کوي او د تحریک انصاف په حکومت به فشار اچوي چې عمران خان د وزيراعظمۍ څخه استفعی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

د رهبر کمېټۍ د غونډې وروسته د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر اکرم خان دراني وويل دوی د سړکونو بندولو د لړۍ ودرولو پرېکړه کړې او په سمدستي ډول سړکونه پرانيزي.

د جمعيت علما اسلام ف لخوا د پلان بي لاندې د خېبر پښتونخوا، سيند او بلوچستان صوبو په ځينو علاقو کې په سړکونو احتجاجي ناستې پېل کړی شوې او غټې لارې به يې تر څو ساعتو پورې بندولې.

هغه وويل رهبر کمېټۍ د ټول ګونديزې غونډې رابللو پرېکړه کړې او د حکومت پرضد به د فشار دوامداره ساتلو په لړ کې د ضلعو په کچ جلسې کولی شي.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون ويلي، د تحریک انصاف د حکومت ورځې په شمار پاتې دي.

هغه ويلي اسلام اباد ته داسې نه ؤ تللي او نه داسې راغلي دي، حکومت دې خپلې ورځې شماري.

دوه ورځې وړاندې وزيراعظم عمران خان د مخالفه ګوندونو احتجاج ته په غبرګون کې ويلي ؤ کوم خلک چې اسلام اباد ته راغلي وو هغوی څو ورځې هم پاتې نه شو ځکه چې د هغه په وېنا د دوی څه مقصد نه ؤ.

هغه ویلي ؤ د مخالفه ګوندونو په فشار کې به نه راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG