لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان چيف جسټس ويلي د عدالت په وړاندې انسان نه، قانون زورور دی

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي (چيف جسټس) اصف سعيد کهوسه ويلي د پاکستان عدليه ازاده ده د قانون ترمخه فېصلې کوي او د عدالت په وړاندې انسان نه، بلکې قانون زورور دی.

مشر قاضي اصف سعید کهوسه د وزیراعظم عمران خان وېنا ته په غبرګون کې ویلي هغه ټول خلک چې په عدليه نيوکې کوي "دوی بايد د احتیاط نه کار واخلي زمونږ په وړاندې هیڅ څوک زورور نشته، مونږ يو وزيراعظم کور ته لېږلی او يو ته مو سزا ورکړې ده".

د پاکستان پخواني پوځي امر پروېز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمې ته په اشارې کولو سره چې نوم يې نه دی اخيستی وويل،"چې د يو جرنېل پرضد زر فېصله کېدونکې ده".

د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کهوسه دغه خبرې د پاکستان د سترې محکمې د موبايل اېپ د پرانستې دستورې ته په وېنا کې کړي دي.

چيف جسټس دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې وزيراعظم عمران خان په يوه وېنا کې چیف جسټس اصف سعيد کهوسه او په هغه پسې بل راتلونکي مشر قاضي جسټس ګلزار ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ چې دوی بايد داسې کردار ادا کړي چې د اولس اعتماد په عدليه باندې په ځای وي.

عمران خان ويلي ؤ دا تاثر لرې کېدل پکار دي چې په پاکستان کې د زورور دپاره يو قانون او کمزوري دپاره بل قانون دی.

مشر قاضي د نوازشريف د نوم اخيستو پرته د هغه د ملک نه د بهر تلو پله په اشارې کولو سره وویل، چې د هغه د ملک نه د بهر تلو منظوري وزيراعظم ورکړې ده هايکورټ يواځې هغه طريقه خپله کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG