لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک:دمائن چاودنه کې پلار وژل شوی،ځوئ سخت ژوبل


دخیبر پښتونخوا دټانک په جنډوله سیمه کې په پلار اؤ ځوي دمائن چاودنه شوې چې پکې پلار وزیر شاه وژل شوی اؤ دهغه زوئ خان ګل سخت ژوبل شوی دی.

دسیمې څخه سرچینو د ګل په ورځ وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي دغه پلار اؤ ځوئ دجنوبي وزیرستان سره په لګیدلې پوله یو غره څخه لرګي وهل چې په دغه مهال پرې دغلته ښځ مائن چاودیدلی دی.

سرچینې وایي چاودنه کې وزیر شاه په سمدستي توګه خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ دهغه ځوئ‌ په سخت ژوبل حالت کې د ډيره اسماعیل خان پوځي روغتون ته دعلاج دپاره رسول شوی دی.

په پېښه کې د وژل شوي‌اؤ ژوبل شوي پلار اؤ ځوئ سره دنعمت خیل بیټني قبېلې سره ښودل شوی اؤ ویل کیږي هغه په سیمه کې د راه نجات په نوم د پوځي عملیاتو له امله دسورغر سیمې څخه کړي وام سیمې ته کډه کړې وه اؤ دغلته یې دبې وزلۍ ژوند کولو.

روانه میاشت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو فعال عالمزېب مسيد ډیوه ته ویلي وؤ چې کله پي ټي اېم جوړ شوی دوی په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د زړو ښخو ماينونو د چاؤدنو ريکارډ راټول کړی او وايي ۱۴۵ پېښې دوئ رپوټ کړي دي.

پي ټي اېم د کال ۲۰۱۸ د فرورۍ په مياشت کې په رسمي ډول غورځنګ جوړ شوی دی.

دعالمزېب په وینا په دې ۱۴۵ پېښو کې انساني زيان اوختی او زیاتوي داسې پېښې هم شوي چې هغه نه دي رپوټ شوي.

پي ټي اېم په خپلوغوښتنو کې یوه مهمه غوښتنه د علاقې څخه د ماينونو پاکولو کوي.

ځايي چارواکي وايي تېر کال يې د ماينونو په پاکولو کار پېل کړی خو پي ټي اېم وايي دوي د دغه کار څخه مطمئن نه دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG