لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار:عملیاتو کې ۱۱داعشیان وژل شوي،ګڼ نور تسلیم شول


افغان چارواکي وایي پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې دداعش د وسله په ضد یو هوایي برید کې ۱۱داعشیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور دښځوا ؤ ماشومانو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي‌ دي.

دافغانستان دملي دفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دداعش د وسله والو په ضد هوایي عملیات دجمعې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې شوي خو ددغه عملیاتو په اړوند یې نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

اچین دپاکستان دپولې سره نزدې دننګرهار هغه ولسوالي ده چې په نزدې وختونو کې دداعش تر ټولو ستر مرکز ګڼل کیدلو اؤ دغلته وخت په وخت بهرنیو اؤ افغان ځواکونو دداعش د وسله والو په ضد عملیات کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نور لوړپوړي چارواکي دعوه کوي چې ننګرهار کې دیې د ولسونو په مرسته دداعش ملا ماته کړې ده اؤ اوړمه شپه کابل ته دخپل سفر په مهال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم دداعش په ضد په دې بریالیتوب اشرف غني ته مبارکي ویلې وه.

دننګرهار پوځي څانګې ۲۰۱ سیلاب قول اردو هم پخپل یو بیان کې ویلي چې دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دداعش اته وسله وال نیول شوي اؤ ۳۱ؤ نورو د۶۲ ښځو اؤ ماشومانو سره ځانونه پوځ ته سپارلي دي.

دافغانستان خبري شبکې پژواک د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوږیاڼي له خولې ویلي په تیرو څو اوونیو کې اچین ولسوالۍ کې تر۱۰۰۰ؤ زیات داعشیان دخپلو ښځو اؤ ماشومانو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG