دپښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ او دپاکستان دقامي دغړي علي وزیر وراره عالمګیر وزیر د پنجاب پوهنتون لاهور نه بې درکه شوی اؤ په ټولنیزو رسنیو ګڼ فعالینو تور لګولی چې هغه ایجنسیو پورته کړی.
علي وزیر امریکه غږ ډیوه ته د خالي په ماسخوتن ویلي د ماښام نه دعالمګیر وزیر درک نه معلومیږي،دواړه نمبرې یې بندې دي او زیاتوی امکان دې چې د هاسټل نه د ریاست خفیه ادارو پورته کړی وي.
خو پوځ یا خفیه ادارو تر اوسه ددغو تورونو په اړوند څه نه دي ویلي.
عالمګیر وزیر د پنجاب پوهنتون د پښتنو طالب علمانو پخوانی مشر دی او تیره ورځ یې د زده کونکو دحقونو لپاره شوي احتجاج کې برخه اخستې وه چې د تقریر ویډیو یې په سوشل میډیا هم زیاته خپریږي.
پخپله دغه وینا کې عالمګیر وزیر دپاکستان په ریاست سختې نیوکې کړې وې اؤ ددې ترڅنګ یې پوځ اؤ خفیه ادارې هم پښتو اؤ پښتنو سره په بدسلوکۍ تورنې کړې وې.
علي وزیر وویل "ښکاري هم ددې تقریر په وجه مقتدرو قوتونو پورته کړی وي"
علي وزیر وائي دعالمګیر دبې درکۍ له امله په کور کې پرېشانۍ سره مخ شوي.
هغه وایي "ملګرو راته وویل چې نوموړي ماسپښین دهاسټل په کمره کې ارام کولو او تر هغې ورسته یې درک نه معلومیږي"
علي وزیر وایې د پولیسو مرکزونو کې طالبعلمانو دعالمګیر لټون کړی خو معلوم شوی نه دی چې تر هغې وروسته دپوهنتون طالب علمانو د وایس چانسلر ددفتر مخې ته پرلت پیل کړی.
په ټولنیزو رسنیو په زرګونو فعالانو د عالمګیر وزیر په بې درکه کېدلو اندېښنه ښودلې اؤ د "عالمګیر خوشې کړئ" په نوم په ټوئټر دجوړ شوي ټرینډ لاندې په دغه اړوند خپلې لیکنې کوي.
دپښتون ژغورنې غورځنګ یو بل وتلي مشر اؤ شمالي وزیرستان څخه دپارلیمان غړي محسن داوړ هم دهغه بې درکي یو شرمناک عمل بللی اؤپه ټوئټر یې لیکلي هغه نامعلومو دپنجاب پوهنتون نه پورته کړی چې دا یو بې کچه د غندنې وړ ګام دی.
هغه په سمدستي ډول دعالمګیر وزیر دخوشې کولو غوښته کړې ده
دبشري حقونو وتلي مبارز اؤ پخواني سینیټر ښاغلي افراسیاب خټک په ټوئټر لیکلي دهیواد په کچه دطالبعلمانو لخوا شوي سوله ییز لاریون کې په برخې اخستو د زده کوونکو د یو ځوان مشر تښتونه ښایي چې په هیواد کې امنیتي انتطامات څومره ناقصه دي
هغه وایي د عالمګیر وزیر کورنۍ دترهګرو د بربریت اؤ ریاستي جبر سره مخ پاتې شوې ده اؤ هغه باید دیوال سره ونه لګول شي
عالمګیر وزیر د علی وزیر دمشر رور فاروق وزیر ځوئ دی او په ماشومتوب دخپل پلار نه یتیم پاتې شوی دی.
فاروق وزیر په یو هدفي برید کې وژل شوی او ویل کېږی هغه په قبایلی سیمو کې وړومبی تن ؤ چې د وسله والو لخوا وژل شوی ؤ.