لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور په بي ار ټي او ملم جبه قضيې تيارې پرتې دي، د نېب چيئرمېن


د پاکستان د احتساب د قامي ادارې مشر وايي د پېښور د بس پروژې (بي ار ټي) او ملم جبې په اړوند قضيې تيارې دي او په وخت راتلو سره به پرې عمليات کوي.

په اسلام اباد کې د غبن يا فساد د نړيوالې ورځې په موضوع راجوړې غونډې ته په وېنا کې جاوېد اقبال وويل په نېب د بي ار ټي په اړوند نیوکې کیږي چې ځان يې پرې غلی کړی دی.

هغه وويل " د پېښور په بي ار ټي ځکه کارروايي نه ده شوې چې د عدالت لخوا په دې د کارروايۍ نه کولو يا سټی ارډر دی".

هغه وويل په ملم جبه او بي ار ټي قضيې تیارې دي او وخت به راځي چې په هغې به هم کارروايي کولی شي.

د پېښور بي ار ټي

د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په اوله کې د دې پروژې د شپږو نه تر اته مياشتو پورې سرته کولو ادعاوې يې کړې وې.

خو په دغه پروژه تراوسه کار روان دی لا سر ته نه ده رسول شوې څو ځله يې په پلان کې بدلونونه شوي او اوس ويل کيږي په پروژه کېدونکی خرڅ يا پېسې د ۸۰ اربه روپو نه سېوا شوي دي.

د پېښور هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) وقار احمد سېټهـ د زيارت، پنجشنبې په ورځ د بس پروژې په اړوند فېصله اورولې او مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) ته يې امر کړی چې د پروژې په اړوند دې په ۳۵ ورځو کې دننه پلټنې وکړي او رپوټ دې وړاندې کړي.

هايکورټ په خپله فېصله کې د بي ار ټي په اړوند څو پوښتنې را ولاړې کړي چې د تحريک انصاف حکومت دا غېرضروري پروژه ولې پېل کړې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت ويلي پېښور کې د روانې بس پروژې (بي ار ټي) په اړوند د پېښور هايکورټ د فېصلې پرضد سترې محکمې (سپريم کورټ) ته ځي او چېلنج کوي يې.

د ملم جبې قضيه

د سوات د سېلګرۍ په سيمه ملم جبه کې د ۲۷۵ اېکړه ځمکې د تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا د تېر حکومت په وزيراعلی پروېز خټک تور لګېدلی ؤ چې د ځنګل دغه ځمکه يې په غېر قانوني توګه په ليز يا اجاره ورکړې وه.

په ياده قضيه کې د تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا صوبې د تېر حکومت ځينې چارواکي د نېب په وړاندې حاضر شوي او اوسنی وزيراعلی محمود خان هم د نېب په وړاندې حاضر شوی دی خو دغه قضيه په ځای پرته ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG