لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو:د وسله والو برید کې دپولیو دمخنیوي ښځینه فعاله اؤ یو بل تن وژل شوی


دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پولیو یوه ښځینه ماموره باندې د نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې پکې دغه ماموره اؤ یو بل تن وژل شوي دي.

دنهې په ورځ دسیمې څخه امنیتي سرچینو امریکا غږ ډیوه ته ویلي چې دا پېښه د بسیه خیل پولیس تاڼې سره نزدې شوې چې وسله وال له ډزو وروسته تښتیدلي دي.

سرچینې وایي د پولیو د وژل شوې مامورې نوم بس تاج بي بي وه چې دبکاخیلو دکډوالو کیمپ کې یې دپولیو دناروغۍ په ضد خپله دنده ترسره کوله.

دسرچینو په وینا بس تاج بي بي خپلې دندې له په یوه رکشه کې روانه وه چې دبسیه خیل سیمې سره نامعلومو وسله والو په هغې ناتاره ډزې وکړې.

په دې ډزو کې بس تاج بي بي اؤ د رکشې ډرائیور عبدالروف وړومبی سخت ژوبل شول خو وروسته یې دسیمې په روغتون کې ساه ورکړه.

دپاکستان دصحت دمحکمې چارواکي وایي سږکال په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ۶۸ پېښې مخې ته راغلي چې دې کې تر ټولو زیاتې پېښې ۲۴ یوازې په بنو ضلعه کې ریکارډ کړل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د پولیو د ناروغۍ په ضد په کارکوونکو ډلو مرګوني بریدونه شوي چې پکې په ګڼ شمیر نارینه اؤ ښځېنه مامورینې اؤ دهغوئ په حفاظت مامور پولیس عسکر وژل شوي دي.

سږکال په پاکستان کې دپولیو ټولې ۹۴ پېښې ریکارډ کړل شوي دي اؤ دپولیو دمخنیوي چارواکي دپولیو د پېښو شمیره کې د چټک اضافې علت د والدینو لخوا خپلو ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو نه انکار ښایي.

دخیبر پښتونخوا صوبې دصحت وزیر ښاغلي‌ هشام انعام الله مروت دتیرې میاشتې په وروستیو کې امریکا غږ ډيوه ته ویلي‌ وؤ‌ د مياندو او پلارانو انکار او غلطې پروپېګنډې د پوليو په اړوند په خلکو کې دروغژن تاثر خور کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG