لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغانستان نه د څلورو زرو پوځيانو ويستلو اعلان کوي، راپور


د امریکې خبري ادارې (اېن بي سي) ويلي د ټرمپ انتظاميه اراده لري چې په راتلونکې اوونۍ کې د افغانستان څخه د څلور زره پوځیانو ویستلو اعلان وکړي.

اېن بي سي د امریکا د اوسنيو او پخوانيو درېو چارواکو له قوله دغه خبر خپور کړی دی.

چارواکو ويلي د څلورو پوځيانو ویستلو سره به په افغانستان کې د اته ؤ نه تر نهه زرو پورې پوځي سرتيري پاتې شي.

خو په خبر کې د پوځيانو وتلو نېټه نه ده ښودل شوې چې کله به ځي.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو سره ليدلي دي.

خو دغه خبرې وروسته له هغې بيا ځنډول شوي چې د شورو، چهارشنبې په ورځ طالبانو د امريکايي پوځ د باګرام اډې سره نزدې بريد کړی ؤ.

په قطر کې د طالبانو سره د ليدو وروسته زلمي خليلزاد د پاکستان سفر هم کړی ؤ.

د اېن بي سي د خبر ترمخه دا وخت په افغانستان کې د ۱۲ نه تر ۱۳ زرو پورې امریکايي پوځيان موجود دي.

خو بل لور ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وياند ويلي، دوی ته کوم داسې حکمنامه نه ده ترلاسه شوې چې په افغانستان کې امریکايي پوځيان کمولی شي.

ویاند ويلي د دوی په افغانستان کې په خپلو اهدافو پام دی او د افغان همکارانو سره د ملاتړ دپاره ژمن دي چې افغانستان بيا د هغو قوتونو دپاره خوندي ځای ونه ګرځي څوک د امریکا دپاره ګواښ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG