لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان، افغانستان او هند په زیاتو ښارونو کې 6.4 درجې زلزله راغلې


په پاکستان، افغانستان او هند کې زوروره زلزله راغلې چې د دواړو هېوادونو د مرکزي ښارونو اسلام اباد او کابل په ګډون یې د دغو هېوادونو نورې سیمې هم لړزولې دي او شدت یې د رېکټر سکېل په اندازه 6.4 ښوول شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان په لاهور، اسلام اباد، پېښور، باجوړ، مانسهره، دیر، بټګرام، چنیوټ او نورو سیمو کې د زلزلې زورور ټکانونه محسوس شوي دي چې له کبله یې خلک له کورونو، دوکانونو او دفترونو بهر را وتلي.

د پاکستان د زلزلې د څارنې مرکزي اداره وایي دا زلزله په مځکه کې 210 کیلومیټره ژوره وه.

تر اوسه پورې د زلزلې له کبله چاته د مالي او ځاني زیان د اوښتو څه خبر نه دی ورکړل شوی.

رپوټونه وایي د پاکستان او افغانستان تر څنګ ځینې برخې هم زلزلې لړزولې دي. انډیا ټوډې ورځپاڼه لیکي چې د ډیلي په ګډون د هند شمالي برخې متهورا، لکنو، پریاګراج او د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

نور معلومات ورورسته...

XS
SM
MD
LG