لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبر: په لنډي کوتل کې احتجاج کوونکي تور لګوي، اېف سي په بند کې ځايي تن وژلی


د افغانستان سره په پوله د قبايلي ضلعې خېبر د لنډي کوتل تحصيل خلک تور لګوي، اېف سي ځواک (خېبر رايفل) په بند کې يو ځايي تن په تشدد وژلی، دوی انصاف او ځواب غواړي.

د لنډي کوتل خلک وايي څو ورځې وړاندې په علاقه کې يوه چاؤدنه شوې او بيا اېف سي ځواک دوه ورځې وړاندې د علاقې شل تنه نيولي او تور لګوي چې د اېف سي په بند کې خاطر خان نومې تن وژل شوی دی.

د علاقې خلکو د پېښې پرضد د خاطر مړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په غټه لار احتجاجا اېښودی او وايي انصاف غواړي.

د خاطر د کلي يو تن زبېر چې په احتجاج کې شريک دی وايي، خاطر د اېف سي په ريمانډ کې پرون وژل شوی دی.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې زبېر وويل، دوی نن د سهار ۱۱ بجو نه احتجاج پېل کړی او غوښتنه کوي چې خاطر په کوم جرم وژل شوی؟ دوی ته دې جواب ورکړی شي او هغه دې ورته مجرم وګرځول شي.

هغه وويل دوی دا غوښتنه هم کوي چې دوه ورځې وړاندې نيول شوي نور شل کسان چرته دي هغه هم وژل شوي دي که ژوندي دي، هغه دې خوشي کړی شي.

خو بل لور ته د اېف سي ځواک ويلي خاطر خان د نورو کسانو سره نیول شوی او هغه وخت مړ دی چې هغه د تښتېدو هڅه کوله او راغورځېدلی دی.

د چارواکو په وېنا په علاقه کې د بم چاؤدنې له امله د اېف سي ځواک يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.

له دغې وروسته دوی په علاقه کې د لټون عمليات کړي او څو کسان يې نيولي وو.

په لنډي کوتل کې د ځايي خلکو د احتجاج وروسته د علاقې د منتخب استازو سره د اېف ځواک مشران هم علاقې ته د احتجاج کوونکو څنګ ته رسېدلي چې د دوی سره مذاکرات وکړي.

XS
SM
MD
LG