لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود اڅکزئ:سیاسي ګوندونه دې دپوځ سرلښکر دپاره قانون کې دبدلون مخه ونیسي


دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تور لګولی چې دپاکستان موجوده پارلیمان په زور اؤ زر جوړ شوی اؤ باید سیاسي ګوندونه دپارلیمان څخه دپوځ سرلښکر دمودې غځولو دپاره پوځي قانون کې دبدلون مخه ونیسي

د خالي په ورځ کوټې پریس کلب کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي دکال ۲۰۱۸م په ټول ټاکنو کې درغلي شوې چې په هیڅ صورت د منلو وړ‎ نه ده اؤ ددغو ټول ټاکنو په نتیجه کې جوړ‎ شوی حکومت غیر ائیني دی.


په دې وروستیو کې دپاکستان دسترې محکمې په امر حکومت دپوځ دپاره قانون کې دبدلون مسوده پارلیمان ته وړاندې کړې ده چې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند،جمعیت علماء اسلام اؤ جماعت اسلامي پرته یې زیاتره مهمو سیاسي ګوندونو ملاتړ کړی دی.

خو محمود خان اڅکزي وویل سیاسي ګوندونه دې دپوځ دسرلښکر دپاره قانون کې دکېدونکي بدلون مخه ونیسي.

هغه وویل" پاکستان یو فیډیریشن دی اؤ دلته بیلابیل قومونه وسیږي ټول به په رضا سرہ اوسو"

هغه وویل د پاکستان سترې محکمې دپوځ دسرلښکر دملازمت موده کې د پراختیا اؤ ګمارنې په اړوند دقانون جوړولو دپاره شپږ‎ میاشتي وخت ورکړ‎ی دی،په راروانو دېوؤ څلورو میاشتو کې دي سر دوباره ټول ټاکنې وشي او د چا مداخلت دي پکي نه وي.

له محمود خان اڅکزئ وړاندې په پاکستان کې دزیاتره اپوزیشن ګوندونو مشرانو کال ۲۰۱۸م کې په شوؤ ټولټاکنو کې پوځ په مداخله تورن کړی خو پوځ اؤ حکومت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي.

دا چې اوس پارلیمان دپوځي مشر دملازمت موده کې پراختیا دپاره قانون کې بدلون کوي نو دپاکستان داپوزیشن زیاترو ګوندونو ددې بدلون ملاتړ کړی خو بیا ددې ګوندونو فعالینو دخپلو ګوندونو په مشرانو نیوکې کړي چې ولې پوځ ته دپارلیمان دلارې طاقت وربخښي؟

افغانستان کې دسولې په اړوند دیوې پوښتنې په ځواب کې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل که پاکستان وغواړ‎ي افغانستان کې په درېوؤ میاشتو کې امن راتللی شي.

هغه په پاکستان غږ وکړو چې دافغانستان په امن کې کردار ادا کړ‎ي اؤ ویل چې افغانستان کې بدامني دهیچا په ګټه نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG