د (ای کېس اف اېکسپلوډنګ مېنګوز، چاؤدېدونکو امونو قضيې) په نوم د ناول پاکستاني ليکوال محمد حنيف ادعا کړې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې "ايي اېس ايي ځینې کسان راغلي او د هغه د (انګرېزۍ) ناول د اردو ژباړې کتابونه يې د ځان سره وړلي او د کتاب پلورونکي دوکان مشر ته يې ګواښ کړی دی او نور مالومات يې ترې غوښتې دي".
ليکوال محمد حنيف په ټويټر ویلي، "تېره اوونۍ ورته د ضیاالحق د زوي لخوا د يو ارب روپو نوټس هم ورکړی شوی چې د جنرل ضيا ښه نوم يې بدنام کړی. زمونږ وکيلان د هغې تياری کوي".
حنيف په ټویټ کې پوښتنه راولاړه کړې چې ايا "ايي اېس ايي د اعجازالحق (د ضیا الحق د زوي) لخوا دا کار کوي؟".
نوموړي ليکوال په بل ټويټ کې ويلي، چې "دا ناول ۱۱ کاله وړاندې چاپ شوی. تراوسه پرې چا نه يم ځورولی اوس ولې؟ زه دلته ناست يم چې هغوی کله په ما پسې راځي. ايي اېس ايي د نړۍ اول نمبر جاسوسه اداره ده. زه يقيني يم چې هغه به سم کار کوي. زه به سبا سکول ته ځم".
محمد حنيف پرون د ګل، دوشنبې په ورځ دغه ټویټس کړي دي.
ياد ناول په کال ۲۰۰۸م کې د پخواني پوځي امر جنرل مشرف د واکمنۍ په مهال چاپ شوی ؤ، او په دې ناول کې د پخواني پوځي امر ضیاالحق د واکمنۍ د وروستۍ مودې حال او په کال ۱۹۸۸م کې د هغه د الوتکې تباه کېدو په پېښه کې د وژنې په اړوند ليکل شوي دي.
د ناول د اردو ژباړې د کتابونو د دوکان څخه په پورته کولو په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي،"دا کار د اظهار رايې د ازادۍ د فشار لاندې راوستو هڅه ده".
د نوموړي د چاؤدېدونکو امونو د قضيې ناول چې په انګرېزۍ ژبه کې چاپ شوی ياد ناول پاتې شوی او ويل کیږي په څو نورو ژبو کې ژباړل شوی دی، دې ناول اېوارډ اخيستی او په نړيوالو خبري ادارو کې پرې ليکونه هم شوي دي.
محمد حنيف په کال ۲۰۱۱م کې د "لېډي اف ايلائس بهټي" په نوم دوېم ناول چاپ کړی چې د يوې نرسې او پوليس انسپکټر د کردارونو نه تاويږي.
د نوموړي درېم ناول د (رېډ برډز، سرې مرغيو) په نوم په کال ۲۰۱۸م کې چاپ شوی چې په درېو برخو کې دی يوه يې د يو صحرا، دوېمه د یو کېمپ او درېمه د هېنګر په اړوند ده.
د محمد حنيف تعلق د پاکستان د پنجاب صوبې د اوکاړې ښار سره دی، هغه اول د پاکستان په هوايي ځواک کې جنګي پايلټ ؤ خو وروسته یې دغه دنده پرېښودې او بي بي سي ته تللی ؤ د هغه کالمونه او بلاګونه اوس هم په بېلابيلو ځايي او نړيوالو خبري ادارو کې خپريږي.
محمد حنيف ته په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان حکومت د ستاره امتیاز تمغه هم ورکړې وه.