لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: قامي اسمبلۍ د پوځ دپاره په قانون کې د بدلون قانوني مسودې منظورې کړې


د پاکستان قامي اسمبلۍ د پوځ دپاره په قانون کې د بدلون د قانوني مسودو منظوري ورکړه چې پکې د ځمکني، هوايي او سمندري ځواک د مشر سره د ګډو ځواکونو د مشرد نوکرۍ دپاره د بدلون ويل شوي خو د قبايلي ضلعو، جمعيت علمااسلام ف او جماعت اسلامي د اسمبلۍ غړو يې مخالفت کړی دی.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ د قومي اسمبلۍ د اسپيکر اسد قېصر په مشرۍ غونډې ته د دفاع وزير پروېز خټک د پوځ په قانون کې د بدلون قانوني مسوده (ارمي اېمنډمنټ بل ۲۰۲۰) وړاندې کړه او پرله پسې قانوني مسودې منظور کړی شوې.

پروېز خټک د ځمکني پوځ د ۱۹۵۲م د اېکټ، د هوايي پوځ د ۱۹۵۳م اېکټ او سمندري پوځ د ۱۹۶۱م اېکټ قانوني مسودې قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي دي.

د قانوني مسودو قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولو په مهال وزيراعظم عمران خان هم په غونډه کې موجود ؤ.

که څه هم يادې قانوني مسودې په اکثريت سره منظور کړی شوي خو د قبايلي ضلعو نه د اسمبلۍ منتخب غړو، د جمعیت علمااسلام ف او جماعت اسلامي غړو د قانوني مسودو پرضد احتجاجا د اسمبلۍ نه واک اؤټ کړی دی.

د راپورونو ترمخه د دفاع د وزیر پروېز خټک په خواست پيپلز ګوند په قانون کې د بدلون خپلې سپارښتنې بيرته واخيستې.

د قانوني مسودو د منظورولو وروسته د قامي اسمبلۍ غونډه سبا د شورو، چارشنبې د ورځې مازيګر څلورو بجو پورې وځنډول شوه.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د تېر کال اګست په مياشت کې د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو پرېکړه کړې وه.

خو دغه پرېکړه بيا په سپريم کورټ کې چېلنج شوې او عدالت بيا د نومبر په مياشت کې امر کړی او حکومت ته يې وخت ورکړی چې دې په دې لړ کې دې په شپږو میاشتو کې قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG