لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې دپوځ لخوا دپورته کړل شوي وکیل انعام الرحیم دخوشې کولو امر کړی


لاهور هائیکورټ دلادرکه کسانو دمقدمو دپیروي کوونکي وکیل کرنل(ر) انعام الرحیم دپوځ لخوا نیول کیدل غیرقانوني ګام ګرځولی اؤ په سمدستي توګه یې دهغه دخوشې کولو امر کړی دی.

دلاهور هائیکورټ دپینډۍ څانګه کې د زیارت په ورځ جج وقاص روف د بې درکه کړل شوي وکیل انعام الرحیم د زوئ‌ له اړخه محکمې ته دشوې عریضې اوریدنه شوې چې په دغه مهال مرستیال سرکاري وکیل(ایډیشنل اټارني جنرل الیاس ساجد بهټي اؤ دکرنل انعام ویل واصف ایډوکیټ هم محکمې ته وړاندې شوي دي.

د دواړو خواؤ د دلیلونو اوریدلو وروسته محکمې خپله پرېکړه کې دانعام الرحیم نیونه غیرقانوني وګرځوله اؤ دهغه دخوشې کولو امر یې وکړو.

په تیره اوریدنه کې دپاکستان ددفاع وزارت محکمې ته منلې وه چې تیره میاشت دپېنډۍ ښار نه لادرکه شوی وکیل کرنل انعام الرحیم پوځ نیولی اؤ اوس هم دپوځ سره دی.

کرنل(ر)انعام الرحیم څوک دی؟

دپاکستان دپوځ پخوانی افسر انعام الرحیم دپنجاب ایالت دپېنډۍ ښار اوسیدونکی دی اؤ هغه دهاغو خلکو وکالت کوي چې یا په جبري توګه له کورونو لا درکه کړل شوي اؤ یا ورته پوځي محکمو سزاګانې ورکړي دي.

هغه په تیرو وختونو کې دپاکستان په پوځي مرکز جي ایچ کیو شوي برید کې دتورنو کسانو وکالت هم کړی ؤ.

ددې ترڅنګ نوموړي وکیل د سترې محکمې دځېنو ججانو په ضد قضیې هم دائر کړې وې چې هغې کې دجج منصورعلي شاه نوم هم شامل دی.

دانعام الرحیم دکورنۍ دغړو په وینا هغه تیره میاشت پېنډۍ کې دخپل کور څخه نامعلومو کسانو پورته کړی دی.

د لادرکه وکیل ځوئ حسنین انعام امریکا غږ ته په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دهغه دپلار په تښتونه کې په احتمالي توګه د هغه ځینې پخواني دوستان هم لاس لرلی شي.

د ددفاع د وزارت لخوا د انعام الرحیم دپوځ لخوا دنیول کیدو دپخلي نه وروسته حسنین انعام رسینو ته ویلي وؤ هغه په دې خوشحاله دی چې پلار یې ژوندی دی.

هغه وایي په پلار یې د رسمي رازونو دقانون نه دسرغړونې تور لګول شوی خو هغه ډیره موده وړاندې دپوځ نه ریټائرډ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG