لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وایي قاسم سلیماني له وژل کیدو وړاندې په امریکایي سفارتخانو دبریدونو پلان جوړولو


دامریکې صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ ویلي دایران دقدس ځواک وژل شوي مشر قاسم سلیماني دامریکې په څلورو سفارتخانو دبریدونو پلان جوړولو چې په هغې کې په احتمالي ډول بغداد کې دامریکې سفارتخانه هم شامله ده.

دانډیپنډنټ خبري شبکې د راپور له مخې فاکس نیوز سره یوه مرکه کې ښاغلي ډانلډ ټرمپ ویلي کوم مهال چې قاسم سلیماني په ډرون برید کې ووژل شو هغه دامریکا په څلورو سفارتخانو دبریدونو پلانو جوړولو

دهغه په وینا زه تاسو ته ویلی شم چې” دا په احتمالي توګه بغداد کې دامریکا سفارتخانه هم کیدای شوه”

تر دې څو ساعته وړاندې دامریکه دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم سپینه ماڼۍ کې مطبوعاتو ته ویلي وؤ “زه نه یم خبر چې دا برید به کوم وخت اؤ په کومه ورځ کیدلو خو دا ډیره ډاګیزه ده چې قاسم سلیماني په امریکایي مفاداتو په لویه کچه د برید کولو پلان جوړولو اؤ دا بریدونه په سمدستي ډول کیدای شول”

تر دې دوه ورځې وړاندې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره دخبرو په مهال صدر ټرمپ دعوه کړې وه چې قاسم سلیماني دسړک دغاړې ماینونه جوړؤل اؤ دغه مائنونه به یې بیا افغانستان اؤ عراق ته لیږل.

هغه فاکس نیوز سره مرکه کې اؤ خبریالانو سره دخبرو په مهال دخپلو دعوؤ د رېښتونولۍ په اړوند هیڅ ثبوتونه مخې ته نه دي راوړي خو له دې مخکې یې هم ویلي و چې قاسم سلیماني دطالبانو سره هم اړېکې لرلې.

قاسم سلیماني په دریمه جنورۍ دبغداد دهوایي ډګر نه بهر په یو امریکایي ډرون برید کې وژل شوی ؤ چې له هغې وروسته ایران دسلیماني د وژنې دغچ اخستلو اعلان کړی ؤ اؤ بغداد کې یې روانه اوونۍ په دوؤ امریکایي پوځي اډو تر ۱۲ؤ زیات میزائیل توغولي دي.

دقاسم سلیماني له وژل کیدو راپدیخوا دایران اؤ امریکا اړېکې سختې تاؤژنې شوي دي اؤ امریکې د جمعې په ورځ په ايران دنوؤ بندېزونو لګولو په ترڅ کې ګواښ کړی چې که ايران د ترهګرۍ عمليات پرې نه ښودل نو د اقتصاد نور کمزوري کولو دپاره به یې ګامونه پورته کړي.

د نوؤ بندېزونو په اړوند په سپينه ماڼۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې د امريکې د خزانې وزير اسټيومنوشن وويل په نوؤ بندېزونو کې يې د ايران د ودانيو جوړولو، توليد او کان کيندنې سره صنعتونه په هدف کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG