لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سختو نيوکو وروسته خېبرپښتونخوا ته د پنجاب نه د غنمو په وړلو بندېز لرې کړی شوی


د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی وايي، د تېرو څو ورځو نه د پنجاب څخه د پرانستي مارکيټ نه خېبرپښتونخوا ته وړه راتلل ودرول شوي وو خو وزيراعظم ته د حال تېرولو وروسته دغه بندېز ختم کړی شو.

د تېرو څو ورځو راهسې په ټولنيزو رسنیو سختې نيوکې روانې وي چې پنجاب صوبې خېبرپښتونخوا ته د وړو او غنمو په لېږدولو بندېز لګولی دی.

د پنجاب نه خېبرپښتونخوا ته د بندېز له امله په خېبرپښتونخوا کې ۲۰ کيلوګرامه وړه ۳۷۰ روپۍ ګران شوي او نرخ يې د ۸۰۰ سوه نه ۱۱۷۰ روپو ته رسېدلی ؤ.

شوکت يوسفزي د پنجاب څخه خېبرپښتونخوا ته د وړو د بندېز په اړوندخبري غونډې ته په وېنا کې وويل، چې اوس به خېبرپښتونخوا د وړو او غنمو په راتلو بندېز نه وي.

د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديې مشر طارق خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل چې د پنجاب نه د غنمو او وړو سپلايي لا نه ده پېل شوې خو پرون يې د خېبرپښتونخوا د چارواکو سره ليدلي او باور ورته ورکړی شوی چې د ګل د ورځې نه به د پنجاب بندېز ختم شي.

يوسفزی وايي د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان د وزیراعظم عمران خان سره د پنجاب نه خېبرپښتونخوا ته په بندېز خبرې شوي او د هغې وروسته دا بندېز ختم کړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديې مشرانو دوه ورځې وړاندې وي اوای ډیوه سره په خبرو کې ویلي ؤ چې د پنجاب صوبې نه ورته د څلورو ورځو راهسې غنم ورکول بند کړی شوي او په پنجاب کې د وړو د بيعو سېوا کېدو سره په خېبرپښتونخوا کې هم د وړو بيې لوړې شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د خوراک وزیر قلندر خان لودهي هم وي او ای ډیوه سره په خبرو کې خېبرپښتونخوا ته د پنجاب څخه د وړو او غنمو په راتګ د بندېز ختمولو پخلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG