لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايدهي: په کراچۍ کې په ۲۰۱۹م کال کې د ۳۷۵ زېږېدونکو ماشومانو مړي ترلاسه شوي


د خېرښېګړې خېراتي اداره ايدهي فاؤنډېشن وايي په کال ۲۰۱۹م کې په کراچۍ کې د زېږېدونکو ماشومانو ۳۷۵ داسې مړي ترلاسه شوي چې د زېږېدنې سره يا د زېږدنې نه وړاندې مړه شوي دي، او په کې ۹۰ فيصده مړي د جينکو وو.

په کراچۍ کې د ايدهي فاؤنډېشن د مرکزي دفتر چارواکی محمد بلال خان وايي، په کال ۲۰۱۸م او ۲۰۱۷م کې د نوؤ زېږېدونکو ماشومانو مړي کم ترلاسه شوي خو تېر کال په ۲۰۱۹م کې دا شمېره سېوا شوې ده.

"په ۲۰۱۹م کې د نوؤ زېږدونکو ترلاسه شوؤ ماشومانو شمېره ۳۷۵ ته نزدې ده او په دې کې ۹۰ فيصده د جينکو مړي وو".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې بلال وويل، دا مړي د کراچۍ د ټولو علاقو نه ترلاسه شوي او دا مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې په تيلو کې يا په کپړو کې بند کړی شوي وو.

هغه وویل په دغو مړو کې ځينې داسې هم وو چې د هغو وجودونه پوره نه ؤ د وخت نه مخکې زېږول شوي يا لرې کړی شوي وو. هغه وويل اوس د ايدهي په مرکزونو کې اېښودی شوؤ زانګوګانو ته خلک ډېر ماشومان هم نه راوړي.

د ايدهي چارواکي وايي د دوی د مالوماتو ترمخه په دغو مړو کې يو هغه وي چې خلک يې د حمل نه څو میاشتې وروسته په طبي معاينه کې مالوم کړي چې جينۍ ده ځکه يې لرې کړي او يا هغه وي چې د ودونو نه پرته يا په ناجايزه تعلقاتو کې پېدا شوي وي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن د سيند صوبې مشر اسد بټ وايي په پاکستان کې اوس هم د ښځو په اړوند هغه تصورات دي چې ښځې يا جينکۍ د کورنۍ دپاره د ګټې وټې نه وي او دلته د نارینوؤ واکمنه ټولنه ده ځکه الکانو يا سړو ته زياته ترجيح ورکول کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ښځو په اړوند سوچ اوس هم تنګ نظره دی " خو حالات اوس بدل شوي دي داسې هيڅ خبره نشته ښځې د سړي برابر کار کوي د سړو نه ښه کار کولی شي په کالجونو پوهنتونونو کې یې شمېره زياته ده په تعليم کې هم مخکې دي خو د دې باوجود خلک د دغه ذهنيت څخه نه ووځي چې ښځه کمزورې ده او تعصب ورسره ساتلی شي".

هغه وويل په دې سوچ کې د تعليم سره يو څه بدلون راغلی خو په دې اوس هم ډېر کار کول پاتې دي بايد خلک په دې سوچ وکړي چې ښځه هم انسان دی دوه لاس پښې لري د جهاز چلولو پورې کار کولی شي.

بټ وايي که جينکو/ ښځو ته موقع ورکړی شي د کورنۍ نه واخله تر ټولنې، ملکي او نړيوالې کچې پورې خپل ګټه رول لوبولی شي او په نړۍ کې لګيا هم دي لوبوي يې.

دا چې د نوؤ زېږېدونکو ماشومانو او په ځانګړي ډول د جينکو د نه زېږولو يا وژلو په اړوند مذهب اسلام، شریعت څه وايي؟ دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وايي، اسلام ژوند پلوه مذهب دی او د چا د وژنې اجازت نه ورکوي.

"بالکل دا شرعي طور غلط کار دی قابل سزا کار دی، ډېر د افسوس خبره ده او دا بدبختي ده چې زمونږ په ماحول کې د جينکو نه خلک ځان بچ کوي دا د غندنې وړ عمل دی".

ښاغلی قبله ایاز وايي د جينکو وژل د اسلام مخالفه سوچ دی بايد د دې نه ډډه وشي.

ايدهي فاؤنډېشن وايي دوی نه يواځې د ماشومانو مړي ترلاسه کوي اوبيا یې خاورو ته سپاري بلکې دوی ته ځينې خلک په خپله هم مړي راوړي او دوی یې بيا په خپلو هدېرو کې ښخوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG