لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: پاکستان به نور د چا د جګړې برخه نه جوړیږي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، په تېر وخت کې پاکستان په افغانستان کې د سوویت يونين د بريد په مهال او بيا د ترهګرۍ پرضد د امریکا په جګړه کې برخه اخیستې او د هغې له امله ورته سخت زيان اوښتی دی.

د سويټزرلېنډ په ډېووس ښار کې نړيوالې اقتصادي غونډې ته په وېنا کې وويل پاکستان به اوس د چا د جګړې برخه نه جوړیږي اوس به يواځې د سولې دپاره شراکت دار وي.

هغه وويل پاکستان د امریکې او ايران ترمنځ او بيا د سعودي عرب او ايران درمنځ د شخړې په راکمولو کې هڅې کړي دي.

عمران خان زياته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د سولې دپاره هڅې کوي.

د خپل حکومت په اړوند يې ويلي حکومت ته يې تر ټولو غټه مسله د رياستي ادارو ښه کول دي چې په ملک کې عملداري نوره ښه کړی شي.

هغه ويلي پاکستان د سختو چېلنجونو وروسته اوس د پرمختګ په لار روان شوی دی.

عمران خان زياته کړې ملک يې د سختو مشکلاتو نه تېر شوی چې په نتيجه کې يې خلک د تکليفونو سره مخ شوي دي، خو ويلي يې دي ۲۰۱۹م کال د پاکستان د ثبات او ۲۰۲۰ د اقتصادي پرمختيا کال دی.

عمران خان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په ملک کې ګراني سېوا شوې او په عېن حال کې خلک د وړو نه مېلاوېدو د چينۍ سره د نورو توکيو د ګرانېدو شکايتونه کوي.

هغه په پاکستان کې د شجرکارۍ، او معدنياتو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي په تېر وخت کې د دغو سرچينو نه ګټه نه ده پورته کړی شوې اوس د هغه حکومت د دغو وسیلو د لارې بهرنۍ قرضې ورکوې.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG