لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بې درکه کسانو وکيل پخوانی کرنل انعام الرحيم خوشی شوی


د پاکستان د پوځ پخوانی کرنل انعام الرحيم چې د بې درکه کسانو وکيل دی د بند څخه خوشی کړی شوی او کور ته رسېدلی دی.

د وی اوای د خبر ترمخه نوموړی کور ته رسېدلی خو ويل شوي تر اوسه یې د چا سره رابطه نه ده شوې.

د انعام الرحيم په اړوند سرکاري وکیل (اټارني جنرل) انور منصور خان ویلي ؤ چې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) او ايټمي پروګرام حساسه مالومات ښکاره کړي، هغه يواځې نه دی دا ډېر کسان دي پوره نېټ ورک دی او په دوی کې يو تن ته د مرګ سزا هم ورکړی شوې ده.

خو د هغه وکيل طارق اسد بټ ويلي په انعام الرحيم د جاسوسۍ کولو تورونه بې بنياده دي.

له دې په وړاندينۍ اورېدنه کې انور منصور خان عدالت ته ويلي ؤ چې بندي وکیل انعام الرحیم ناروغه دی او څو ځله د علاج لپاره روغتونونو ته وړل شوی دی. سرکاري وکیل عدالت ته باور ورکړ، چې هغه به خوشي شي خو که وکیل یې دفاع وزارت ته د هغه پاسپورټ او د لیپټاپ پاسورډ ور وسپاري.

سرکاري وکیل دوه نور شرطونه دا وړاندې کړي چې وکیل انعام الرحیم باید په دې خبره رضا شي چې له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو بهر به نه ځي او د ده په اړه په پلټنو کې به له حکومت سره مرسته کوي.

کرنل(ر) انعام الرحیم څوک دی؟

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر انعام الرحیم د پنجاب ایالت د پېنډۍ ښار اوسيدونکی دی اؤ هغه د هاغو خلکو وکالت کوي چې یا په جبري توګه له کورونو لا درکه کړل شوي اؤ یا ورته پوځي محکمو سزاګانې ورکړي دي.

د انعام الرحیم د کورنۍ د غړو په وینا هغه د دسمبر په ۱۲م نېټه په پېنډۍ کې د خپل کور څخه نامعلومو کسانو پورته کړی ؤ.

د لا درکه وکیل زوي حسنېن انعام امریکا غږ ته ویلي ؤ چې د هغه د پلار په تښتونه کې په احتمالي توګه د هغه ځینې پخواني دوستان هم لاس لرلی شي.

XS
SM
MD
LG